لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: هيلري کلنټن  به د هيټي سفر کوي


د امريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن دخالي په ورځ دسختې زلزلې له امله دځپل شوي هيواد هيټي دوره کوي.
هيلري کلنټن به دغه دزلزلې دځپلو لپاره دروانو امدادي هلو ځلو جاج اخلي دهيټي دجمهوررئيس سره به ليدنه هم کوي.
هيلري کلنټن به دامريکايي پوځ په يوه الوتکه کې پورټ وپرنس ته رسيږي او په دغه الوتکه کې به دهيټي دزلزله ځپلو لپاره امدادي سامان هم وړلى شي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزيره وايي دهغې ددغه دورې مقصد دامريکايي حکومت او اولس له لوري هيټي ته دمصيبت په دې سخت وخت کې د مکمل ملاتړ، يو والي او خواخوږۍ باور ورکول دي.
هغه وايي زمونږ زړونه او دعاگانې دهيټي دافت ځپلي اولس سره دي او مونږ دهغوي دهاغو مړنو کارکوونکو څخه مننه کوؤ چې دهغوي دپرله پسې هڅو له امله دملبې لاندې شوي کسان ژوندي راوويستل شول.
بايد وويل شي دنهې په ورځ دراغلې دغه زلزلې په وخت خواؤشا 45 زره امريکايي وگړي چې پکې زياتره دامريکا او هيټي دواړو شهريت لرونکي کسان دي، په هيواد کې موجود وؤ.
دهغوي څخه خواؤشا يو زر امريکايي وگړي ددغه ځايې څخه راويستل شوي او امريکا ديو دوه اړخيزه تړون له مخې دهيټي دهوايي اډې کنټرول هم ترلاسه کړى دى.
دامريکا لخوا دهيټي دزلزله ځپلو لپاره تراوسه د١٠ کروړه ډالرو دامداد ژمنه شوې.
تيره ورځ دامريکا جمهوررئيس براک اوباما دهيټي جمهوررئيس ريني پيروال ته تيليي فون وکړو او ورته يې باور ورکړو چې امريکا به دزلزله ځپلي هيواد هيټي دسملاسي بحالۍ او بيارغونې لپاره کوټلى امداد ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG