لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو د هيټي مرستې لپاره 55 کروړه ډالرو غوښتنه کړی ده 


د هيټي زلزله ځپلو داړتياوؤ پوره کولو په غرض دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون دنړيوالې ورورولۍ څخه د55ؤ کروړو ډالرو دامداد غوښتنه کړې ده.
په زلزله کې تر30ؤ لکو پورې کسان ځپل شوي دي او دريډکراس دچارواکو داندازو له مخې په هيټي کې دراغلې زلزلې له امله د45ؤ څخه تر 50ؤ زرو پورې کسان وژل شوي دي.
دژوندي پاتې کيدو لپاره دا مهال دهيټي اولس ته داوبو، خوراک او خيمو ضرورت دى.
ښاغلي بانکي مون وويل دتباهۍ دمشاهدې لپاره به هغه په راتلونکې اوونۍ کې پخپله هيټي ته ځي.
هغه ويلي دي دملگرو ملتونو دبيړنيو ډلو لخوا دلگول شوؤ لمړيو اندازو له مخې په پورټ او پرنس او نورو ځپل شوؤ سيمو کې په لويه کچه زيان اوښتى دى.
عمومي سکتر وايي دهيټي دزلزلې له امله 50ؤ فيصدو ودانيو ته ياخو زيان رسيدلى او يا ړنگې شوي دي.
هغه وويل اوس هم دهيټي پلازمينې او په خواؤشا کې د30ؤ لکو پورې ابادۍ اکثرو خلکو ته دخوراک، اوبو، داوسيدو لپاره دځايې او دبريښنا ضرورت دى او ددغو بنيادي اسانتياوؤ پوره کولو لپاره هغه دنړيوالۍ ورورولۍ څخه د55ؤ کروړو ډالرو دامداد غوښتنه کوي.
دښاغلي بانکي مون له مخې دتباه شوؤ ودانيو دملبې څخه دلاندې شوؤ کسانو دژغورنې وخت دلاس څخه اوځي، خو دلټې او ژغورنې کار په چټکتيا سره بشپړولى شي.
دهغه وينا وه ملگري ملتونه په ځپل شوؤ خلکو دامدادي څيزونو دويشلو دکار لپاره هڅې کوي خو درسد دسخت نظام او دهوايي اډې دمحدود توان له امله دامدادي سامان په رسولو کې يو لړ ستونزې رامينځته کيږي.
نوموړى وايي دانساني خواخوږۍ په اساس ترسره کيدونکې ستره کارروايي روانه ده او هڅه کوؤ څومره چې زر کيدى شي خپلې ټولې وسيلې په کار راولو.
دهيټي دپايتخت په کوڅو کې گڼ شمير مړي پراتۀ دي او سرچينې وايي دوژل شوؤ کسانو شميره دزرگونو څخه لکونو ته رسيدلى شي.
دملگرو ملتونو دانساني خواخوږۍ په اساس دامدادي کار مشر جان هومز وينا ده دزيارت په ورځ نهه زره مړي راټول کړل شوي او دغه کار اوس هم روان دى.
دښاغلي بانکي مون وياند مارټن نيسر وايي تراوسه د ملگرو ملتونو د37ؤ کسانو دوژنې پخلى شوى دى او دنورو 330ؤ کسانو په اړه دقيق معلومات نۀ دي رارسيدلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG