لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: پارلېمان  په دوهم ځل د کرزي د نوې کابينې زياتره نومونه رد کړي


د افغانستان پارلېمان د خالي په ورځ دجمهوررئيس حامد کرزي لخوا په دوهم ځل وړاندې شوي د نوې کابينې زياتره نومونه رد کړي دي.
دافغانستان پارلمان د17ؤ څخه د7ؤ نومونو منظوري ورکړې ده چې پکې زلمى رسول دبهرنيو چارو دوزير، يو دانصاف وزير او يوه ښځينه وزيره چې دمعذورو کسانو دخيرښيگړې وزارت لپاره نومول شوې وه شامل دي.
ددفاع، کورنيو چارو، خزانې او دکرکيلې دوزارتونو لپاره نومونه دوړاندې څخه منظور کړل شوي دي.
دخالي په ورځ دحامد کرزي لخوا پارلمان ته په وړاندې کړل شوي نوي فهرست درايې ورکړه تر څوساعتو روانه وه او دغه عمل په افغانستان کې په تيليويزيون نيغ په نيغه وښودل شو.
په رد کړل شوؤ نومونو کې دښځو دچارو او دروغتيا لپاره دنومول شوؤ دوؤ ښځو نومونه هم شامل دي.
ددې ترڅنگ داعلي تعليم، تجارت، گاډو دتگ راتگ، اولسي کارونو، کډوالو، سرحدونو او قبائيلي چارو دوزارتونو نومونه هم منظور نۀ کړل شول.
ددغو نومونو په ردولو دپارلمان ځينو غړو وويل دغه خلک ددغو وزارتونو وړ نۀ دي او دهغوي څخه ځينې دجنگيالو سردارانو سره رابطې لري.
دجمهوررئيس حامد کرزي لخوا په وړاندې کړل شوي فهرست درايې شميره په دوهمه جنورۍ شوې وه چې پکې شامل 70 فيصده نومونه پارلمان رد کړي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG