لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان کې دډرون بريد ١٥ تنان وژلي


دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې داتوار په ورځ دشکمنې بې پيلوټه جاسوسي الوتکې په بريد کې لږ ترلږه ١٥ کسان وژل شوي دي.
دسرچينو وينا ده دبې پيلوټه جاسوسي الوتکې لخوا جنوبي او شمالي وزيرستان پخپل مينځ کې يو ځايې کوونکې قبائيلي سيمې شکتويي کې دطالبانو دروزنې په يو کيمپ ميزائيلونه داغل شوي دي.
ديو راپور له مخې په نخښه کړل شوى کور به ازبک جنګيالو کارولو.
په وژل شوؤ کې زياتره غيرملکيان ښودل کيږي او دمړو په شميره کې دزياتوالي انديښنه ښودل شوې ده.
دتيرو څو ورځو څخه دوزيرستان په شکتويي او خواؤشا سيمو کې ګڼ ميزائيلي بريدونه ترسره شوي چې پکې دغيرملکيانو په ګډون ګڼ شمير تندلاري وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي داسې ښکاري دغه ډرون الوتکې دحکيم الله محسود دپه نخښه کولو هڅې کوي او په سيمه کې دهغه دموجوديت راپورونه هم ترلاسه شوي دي.
تيره اوونۍ هم په دغه سيمه کې په يوه شکمنه ځاله دډرون بريد کې دپاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود دژوبل کيدو يا وژل کيدو خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ خو دغه تندلاري کمانډر يوه ورځ دمخه په يو جاري کړي اډيو پيغام کې دخپل ځان دژوبل کيدو يا وژل کيدو خبرونه بې اساسه ګرځولي وؤ.
دبې پيلوټه جاسوسي الوتکو لخوا دپاکستان په شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دډرون په بريدونو کې چټکتيا وروستو له هغې راغله چې ددسمبر په ٣٠مه نيټه دافغانستان په خوست ولايت کې د امریکا د استخباراتي ادارې سي ايي اى په يو مرکز ځانمرګي بريد کې اوه امريکايي افسران وژل شوي وؤ.
په خوست کې ددغه چاؤدنې ترسره کوونکى ځانمرګى وروستو دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود سره په يو ويډيو کې ناست وليدل شو.

XS
SM
MD
LG