لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان سرښار کابل کې بریدونه، ٥ تنان وژل شوې


دافغانستان پايه تخت کابل کې د گل په ورځ وسله والو جنگيالو په بیلا بیلو برخو کې بریدونه کړې او چارواکو ویلې په حملو کې پنځه تنان وژل شوې او د ٧٠ نه زیات نور خلک زخمیان شوې دي.
حملي دکابل په هاغو سيمو کې شوې چرته چې دجمهوررئيس ماڼۍ، مرکزي بانک او دانصاف وزارت موقعيت لري.
دراپورونو له مخې دکابل په سرينا هوټل کې هم نښته روانه ده.
دافغانستان دروغتيا دوزارت له مخې په وژل شوؤ کې 4 عسکر او يو اولسي وگړى شامل دى.
چارواکي وايي په نښتو کې تر ٧٠ؤ پورې کسان ژوبل شوي هم دي او ژوبل کسان په امبولانسونو کې روغتونو ته وړل کيږي.
دطالب جنگيالو لخوا دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې داړي گړي پيښو کې چټکتيا دامريکا دجمهوررئيس براک اوباما لخوا افغانستان ته دنورو ٣٠ؤ زرو امريکايي پوځيانو دليږدونې داعلان څخه وروستو راغلې ده.
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت وياند زمري بشري له مخې په پايتخت کابل کې تر دې مهاله څلور ځانمرگي بريدکوونکي هم وژل شوي دي.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي ويلي دي په کابل کې يو ځل بيا امنيت پځايې کړل شوى دى.
افغان جمهوررئيس حامد کرزي پخپل يو بيان کې ويلي دي په دغسې فعاليتونو ترسره کولو سره دښمن غواړي دکابل په خلکو کې ويره ترهه خوره کړي.
حامد کرزي امنيتي چارواکو ته امر کړى دى چې په دغو ترهه گريزو فعاليتونو کې دککړو کسانو نيولو لپاره گامونه واخلي.
دافغانستان دمرکزي بانک مرستيال گورنر محب صفي ويلي دي هغوي دډزو او چاؤدنو غږونه اوريدلي دي خو په ډاگه يې کړه چې دبانک دننه ټول کارکوونکي خوندي دي او ودانۍ ته کوم تندلارى نۀ دى ورننوتلى.
په پايتخت کابل کې داکتوبر په 28مه نيټه هم وسله والو جنگيالو په هاغه ميلمستون دخودکاره وسلو بريد کړى ؤ چې دملگرو ملتونو عملې به کارولو، په دغه بريد کې دملگرو ملتونو ددريوؤ کارکوونکو په گډون 7 کسان وژل شوي وؤ او دهاغه بريد څخه وروستو دا ترټولو ستر بريد گرځولى شي.
دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکايي جمهوررئيس براک اوباما ځانگړي استازي رچرډ هالبروک په کابل کې ددغو پيښو سخته غندنه کړې ده او ويلي يې دي تندلاري په دغسې بريدونو ترسره کولو سره دخپلې نااميدۍ څرگندونه کوي.
دناټو يو وياند ليفټننټ نيکو ميلنډيز خبريالانو ته وويل دگل دورځې دبريدونو هدف اولسي خلک وؤ.
.
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت وياند زمري بشري خبريالانو ته ويلي دي دوؤ ځانمرگيو خپل ځانونه الوځولي او دوه نور په نښتو کې وژل شوي دي.
دزمري بشري له مخې امنيتي ځواکونو دغه ځانمرگي په مرکزي کابل کې ديوې نښتې په مهال وژلي دي.
هغه وويل ځينې جنگيالي اوس هم په اريانا سنيما کې دننه موجود او دهاغو پوځيانو سره په جگړه بوخت دي چې دغه ودانۍ يې په گيره کې اخستې ده.
هغه وويل مونږ گمان کوؤ دسنيما دننه نور ځانمرگي بريدکوونکي هم شته.
بل لوري ته ايساف وايي افغاني ځواکونو په مرکزي کابل کې ټول سړکونه دتندلارو څخه پاک کړي دي.
ايساف پخپل بيان کې ويلي دي د لمړيو راپورونو مخې افغاني ځواکونو دتندلارو څخه دودانيو دپاکولو څخه وروستو دسودا اخستو په مرکز کې دوه وسله وال جنگيالي وژلي دي.
ناټو وايي نړيوال ځواکونه دسيمې څخه دتندلارو پاکولو لپاره افغاني ځواکونو سره په گډه کار کوي.
پوليس او امنيتي ځواکونه دوسله والو جنگيالو دبريد څخه وروستو دودانيو په سرونو مورچه شوي دي.
په گوريلا انداز کې دترسره شوؤ دغو بريدونو څخه وروستو عام خلک پخپلو کورونو کې بند پاتې شوي دي او دجگړې په ځائيونو کې هر لوري ته امنيتي ځواکونه په نظر راځي.
دغه نښتې په داسې حال کې رامينځته شوي چې دجمهوررئيس حامد کرزي لخوا دکابينې دځينو غړو څخه لوړه اخستل کيده.
دطالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد دکابل په بيلا بيلو ځائيونو کې امنيتي ځواکونو سره دنښتو مسؤليت په غاړه واخستو او بهرني خبري اژانس سره يې په خبرو کې وويل ددوې دډلې جنگيالي په کابل کې دجمهوررئيس ماڼۍ ،دانصاف وزارت او نورو حکومتي ودانيو په نخښه کولو لپاره کابل ته ننوتلي دي.
هغه زياته کړه يو ځانمرگي دجمهوررئيس دماڼۍ په وړاندې خپل ځان الوځولى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG