لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گېټس : طالبان مشران به روغې جوړې ته رضا نه شي


د امریکا د دفاع چارو وزیر رابرت ګیټس ویلي د دې خبرې امید نشته چې د طالبانو مشران به دې ته رضا شي چې د افغانستان د حکومت سره په خوله شي.
ښاغلي گېټس هند ته د سفر په وخت وویل د طالبانو زیات شمیر پلویان کیدې شي په دې رضا شي چې د جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت سره یو ځاې شي.
خو رابرت ګیټس وینا په دې خبره حیران شي چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر سره روغه جوړه وشي. نوموړي وویل څو پورې چې طالبان مشرانو ته خپل تحریک کې کمزورتیا نوي معلومه شوي او ورته دا نوي معلومه شوي چې هغوي د جګړې ګټونکي نه دي، په غټه کچه د روغې جوړې امکان نشته.
ښاغلي ګیټس د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په اړه خوشبیني وښودله او زیاته یي کړه په سیمه کې خلک د امریکا د سمندري ځواکونو په زیاتوالي خوشحاله دي خو هغه زیاته کړه چې لا ډیر وختی دی چې په سیمه کې د بریالتوب په اړه خبرې وشي. د افغانستان هلمند ولایت ته د امریکا میرنز ځواکونو ورتګ د جمهور رییس باراک اوباما د نوي سټرټیجي برخه ده چې تر مخ به یي امریکا افغانستان ته نور دیرش زره عسکر لېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG