لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه وايي هیټي کې د امداد رسد کې پرمختگ شوی دی


دملگرو ملتونو چارواکي وايي په هیټي کې زلزله ځپلو خلکو ته د امدادې شیانوپه رسد کې يي پرمختگ کړی دی او امدادي سامان اوس د هیواد سرښار پورټ او پرنس نه بهر پرتو سیمو ته هم لیږل کیږي.
یوه هفته وړاندې د راغلي زلزلې ورسته د ماتو سړکونو، د تباه شوو پلونو او په لارو د ملبو په وجه زیاتره امدادي شایان یواځی پورټ او پرنس ته رسیدی شو.
ایلزابهت بائرز، څوک چې د ملگرو ملتونو د امداد ادارې کوارډینیشن اف هیومنینټیرین اسسټنس ویانده ده، وايي چې امدادي کارکونکي اوس د پورټ او پرنس نه بهر هم امدادي شیان رسولو کې کامیاب شوې دي. او لرې پرتو سیمو ته هم دضرورت سامان رسول کیږي.
بل خوا د ملگرو ملتونو امنیتي شورایا سیکیورټي کا ؤنسل هیټي ته د ٣٥٠٠ نورو امنيتي ځواکونو د لیږلوفیصله کړې ده چې دا رنگ به هلته د ملگرو ملتونود امن ساتونکو ځواکونو شمیره ١٢،٠٠٠ ته ورسيږي.
او د امریکا ٢٠٠٠ میرین عسکرو دسته هم د نهې په ورځ هیټي ته رسیدلې ده چې هلته د امدادې سامان په ویش کې مرسته اوکړي. ځنې عسکر د هیلې کاپټرنه د هیټي صدارتي مانړۍ کې ښکته شول او هیټي خلکو ورته تود هرکلی اویلو.
جنرل ډینیئل ایلن، څوک چې په هیټي کې د امریکاي ځواکونو نائب مشر دی، وايی چې امریکاي عسکر به ملبه لري کولو، داوبو په صفاي او د بیا ودانولو په هلو ځلو کې د هیټي د چارواکو مرسته کوي.
په هیټي کې د زلزلې د تباهي په هکله ایلزابهت بائرز وايي چې ځنې کلي خو په مکمله توگه تباه شوې دي او ژوندې پاتي خلک د څکلو اوبو، خوراک او داروگانو ته اړتیا لري. هغه وايي د سړکونو او پلونود بیا جوړولو د پاره د انجینیرانو هم ضرورت دی.
دملگرو ملتونو د خوراک اداره وايی د خوراک په تقسیم کې هم پرمختگ شوی دی او ٢٧٠٠٠٠ نه زیاتو خلکو ته خوراکي شیان رسول شوې دي.
هیټي کې د ملگرو ملتونو امنيتي ځواکونو د زیاتولو په هکله دتنظیم مشر بان کي مون خبریالانو ته ویلې دې چې دا د هیټي د پاره غیرمعمولي وختونه دي او هم په دې خاطر ملگرو ملتونو غیر معمولی او متفقه فېصله کړې ده.
هغه اویل چې د امنيتي شورا د هغه غوتنه اومنله چې هیټي ته دې نور امنیتي ځواکونه اولیږلی شي چې دارنگ د هیټې وولس ته دا پیغام ورکړی شي چې نړي واله ټولنه ددوي سره په ملاتړ کې ولاړه ده.
هيټي د پاره د ملگرو ملتونو زیاتي درې نیم زره ځواکونو کې به ١٥٠٠ پولیس ٢٠٠٠عسکر شامل وي.
بان کي مون اویل چې د ملگرو ملتونو ځواکونه به په هیټي کې د امن پرځاې کولو او د امدادي سامان په ویش کې کردار ادا کوي .
په هيټي کې د امریکاي عسکرو نائب مشر جنرل ایلن هم وايي چې امریکاي عسکر به د سوله ساتنې کار کوي.
هغه وايی امریکاې عسکر به د هیټي او د ملگرو ملتونو د ځواکونو ملاتړ ته هم تیار وي.
امریکاي عسکر په پورټ او پرنس کې د هواي اډې انتظام هم چلوي. د هوايي اډې انتظام د هیټي حکومت د یوې لوظ نامي د لاندې امریکاي عسکروته سپارلی دې. هیټي ته زیاتره امدادي سامان او امدادي کارکونکي هم ددې هواي اډي د لارې رسول کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG