لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال عباس :پاکستاني پوځ به تر يو کال نوي عمليات نۀ کوي


د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس ویلي تر څو د هېواد په هغه برخو کې پوځي عملیات سرته نه وي رسېدلي چرته پوځ په عملیاتو کې بوخت دی نو بل نوی کوم محاذ پېل کولو ته اماده نه دي.
دا خبره د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې کړیده.
ښاغلي عباس وویل چې پوځ د جنوبي وزیرستان نه علاوه اتو نورو سیمو کې د تندلارو پرضد عملیاتو کې بوخت دي او تر څو چې دغه عملیات سر ته نوي رسېدلي نو بل کوم ځاې کې غټ عملیات پېل کول به صیح نوي.
د پوځ ویاند دا خبرې په داسې حال کې کړي دي چې د امریکا دفاع چارو وزیر رابرټ گيټس پاکستان کې دی او دغلته د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني تر څنگ نورو جگپوړو چارواکو سره یي لیدلي دي. ښاغلي گېټس دخپل سفر کولو څخه وړاندې ويلي وو هغه پلان لري چې پاکستاني مشرانو ته ووايي دترهگرۍ په ضد جگړه تر شمالي وزيرستان پورې وغځوي.
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وایي دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان به دتندلارو څخه په پاکولو او پياوړې کولو کې د6ؤ مياشتو څخه نيولې تر يو کال پورې موده واخلي.
پاکستان تير کال داکتوبر په مياشت کې دتندلارو مرکز جنوبي وزيرستان ته دگن شپ هيلي کاپټرو او جيټ الوتکو په ملاتړ 30 زره وسله وال پوځيان دتندلارو په ضد عملياتو لپاره ليږدولي دي او پوځ ادعا کوي هغوي په سيمه کې پرمختگ او تندلاري دسيمې څخه تيښته کوي.
پوځي وياند وويل دپاکستان پوځ به په وزيرستان او سوات کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو ته دوام ورکړي

XS
SM
MD
LG