لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رابرټ گيټس : دتندلارو خوندي ځالې دپاکستان او افغانستان لپاره گواښ دى


د امريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس خبردارى ورکړى دى چې دافغانستان او پاکستان په گډو سرحدي سيمو کې دطالبانو دخوندي ځالو مقابله ضروري ده گنې دغه دواړه هيوادونه به دتندلارو لخوا دنورو بريدونو سره مخ شي.
ښاغلې گيټس د هند سفر وروسته پاکستان ته په سفر رسېدلې دی. نوموړي پاکستان کې د پاکستان دفاع چارو وزیر احمد مختار او د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني سره لیدلي دي.
اسلام اباد ته دخپل سفر پيل کولو څخه وړاندې دپاکستان په يوه انگليسي ورځپاڼه دي نيوز کې دزيارت په ورځ «« پاکستان سره زمونږ لوظ» په نوم پخپل يو خپور شوي مضمون کې رابرټ گيټس دتندلاريتوب په ضد هڅو کې دامريکايي مرستې ددوامداره ساتلو دارادې پخلى کړى او يو ځل بيا يې په دې وروستيو مياشتو کې دپاکستاني پوځ لخوا دتندلارو په ضد دترسره شوؤ عملياتو ستائينه کړې ده.
دامريکا ددفاع وزير وايي بايد داخبره هيره نۀ کړل شي چې پاکستاني طالبان دالقاعده او افغاني طالبانو سره په گډه کارروايۍ کوي ځکه نو هغوي ديو بل څخه بيلول ناممکن دي.
رابرټ گيټس پخپل مضمون کې ويلي دي پاکستان او افغانستان دگډې پولې دواړو غاړو ته ددغو تندلارو په ضد عملياتو کولو سره دترهه گرو څخه ځان خلاصولى شي او هاغه عناصر له مينحه وړلى شي چې په دغه سيمه او بهرنۍ نړۍ کې ترهه گرۍ ته وده ورکوي.
امريکايي چارواکي تور لگوي چې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې افغاني طالبانو اود القاعده جنگيالو خپلې خوندي ځالې جوړې کړي دي او دغه ځالې په افغانستان کې دغيرملکي پوځونو په ضد بريدونو لپاره کاروي.
امريکا په پاکستان ټينگار کوي چې ددغو تندلارو په ضد عمليات وکړي خو په شکمنه توگه پاکستاني پوځيان ددغسې کولو څخه ډډه کوي.
ددفاع وزير رابرټ گيټس پخپل مضمون کې زياتوي هغه پاکستان ته دخپل سفر په مهال سياسي او پوځي مشرانو سره په ليدنو کې په دې خبره ټينگار کوي چې امريکا دماضي دگيلو هيرولو ته ليواله ده.
پاکستان ته دتللو څخه وړاندې رابرټ گيټس دخپل هند دسفر په مهال خبردارى ورکړى ؤ چې په سوئيلي اسياء کې تندلاري دپاکستان او هند ترمينځ دتاؤتريخوالي څخه دگټې اخستو سره دغه دواړه هيوادونه پخپلو کې جنگولى شي.

XS
SM
MD
LG