لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ : بمي چاودنې کې د یوې ښځې په گډون درې کسان وژل شوي


قبائيلي سيمه باجوړ کې ديو ريموټ کنټرول بمي چاؤدنې له امله د یوې ښځی په گډون درې کسان وژل شوې او 22 کسان ژوبل شوي دي.
په سيمه کې يو انتظامي چارواکي مظهر علي خبريالانو ته ويلي دي دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دمسافرو يو گاډى دباجوړ مرکز خار ته روان ؤ.
په کوم گاډي چې دغه چاؤدنه ترسره شوې په هغې کې يو شمير قبائيلي مشران ناست وؤ چې په سيمه کې يې دتندلارو په ضد لښکر ويستلى دى.
په دې وروستيو کې په باجوړ کې دځايې لښکرو زياتره غړي او مشران هم په دغه رقم ريموټ کنټرول بمي چاؤدنو کې وژل شوي دي.
همدغه راز يو ځايې چارواکي فاروق خان وويل دباجوړ په سيوايي کلي کې دوه طالب جنگيالي هاغه مهال ووژل شول کله چې هغوي ديو بم جوړولو هڅه کوله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG