لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزی: طالبانو ته دوسلو غورځولو په بدل کې دپيسو ورکولو پلان لري


د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزي ويلي دي هغه طالب جنگيالو ته دروزگارونو او پيسو ورکولو په هکله په لاس کې پلان لري ترڅو دغه جنگيالي اولسي ژوند ته راوگرځي او دخپلو تندروه مشرانو څخه ځانونه لرې وساتل شي.
د جمعې په ورځ بهرني خبري اژانس سره په يوه مرکه کې جمهوررئيس کرزي وويل دهغه په دغه پلان کې به دبرټانيې او امريکا په گډون دنړۍ ستر قوتونه هم دهغه سره مرسته وکړي ترڅو طالب جنگيالي وسلو غورځولو ته اماده او خپلو کورونو ته بيا راوگرځي.
کرزي وويل جاپان او نور هيوادونه ددغه تجويز لپاره مرستې ورکولو ته چمتو دي.
هغه وويل امريکا او برټانيه هم چمتو دي چې ورسره په راتلونکې اوونۍ کې دافغانستان په هکله په لندن کې کيدونکې غونډه کې مرسته وکړي.
دهغه وينا وه دافغاني اولس په توگه مونږ پوهيږو چې مونږ ته په هر حال کې امن او سوله پکار ده.
دامريکا لخوا په دغه پلان کې دمرستې په هکله حامد کرزي ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل مونږ دملي روغې جوړې په دغه معامله دامريکا سره دډير وخت څخه خبرې کړي دي او اوس امريکا په حقيقت کې ددغه پلان څخه ملاتړ کوي.
کرزي وويل هغه په دې پوهيږي چې حکومت يې کمزورى دى.
افغان جمهوررئيس حامد کرزي دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې دوه ورځې دمخه دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس خبريالانو سره په خبرو کې ويلي وؤ ددې خبرې زيات امکان نشته چې گنې طالب مشران به دافغان حکومت سره روغې جوړې ته تيار شي.
رابرټ گيټس ويلي وؤ ترڅو چې طالب مشرانو ته پخپل غورځنگ کې کمزورتيا او دا خبره نۀ وي په ډاگه شوي چې دجگړې توان يې دلاسه ورکړى، په لويه کچه دروغې جړې امکان نشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG