لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رابرټ گيټس:  امريکا دپاکستان په خاوره دقبضې  خواهش نۀ لري


د امريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس ويلي دي چې امريکا دپاکستان په يوه لويشت خاوره هم دقبضې کولو ، دلته دپوځي اډې جوړولو يا دپاکستان په اټومي پروگرام دواک ترلاسه کولو خواهش نۀ لري.
دجمعې په ورځ په اسلام اباد کې په نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ کې دپاکستاني پوځ افسرانو ته پخپله وينا کې رابرټ گيټس وويل دپاکستان سره دپياوړو او دائمي اړيکو دپځايې ساتلو دپاره چې څومره وخت او توان ته اړتيا ده امريکا هغې ته چمتو والى لري.
ښاغلي گېټس په تير يو کال کې په افغانستان کې دميشتو بين المللي ځواکونو پاکستاني پوځيانو ترمينځ په مرسته او همکارۍ کې ښه والى راغلى دى چې له امله يې پوځي عمليات ډير موثره ثابت شوي دي.
دتيرو دولسو مياشتو په مهال دپاکستان او امريکا دپوځونو ترمينځ گډو تمرينونو ته دپراختيا ورکولو څخه علاوه دپاکستاني پوځي افسرانو په توانونو کې دښه والي راوستو لپاره دامريکا دتربيې په پوځي مرکزونو کې هغوي ته دتربيې ورکولو دپلان لپاره مالي وسيلې دوه چنده کړل شوي دي.
خو رابرټ گيټس ومنله چې د1990 په لسيزه کې دسيمې څخه دروسيې له وتلو وروسته امريکا افغانستان او پاکستان يواځې پريښودل او دتگلارې له مخې دغه يوه ستره غلطي وه.
هغه وويل ددغو پريکړو تر ټولو زياتې بدې اغيزې ددواړو هيوادونو دپوځونو ترمينځ اړيکو کې دسوړوالي په شکل کې مخې ته راغلې او هم دغه دامريکې او پاکستان په اړيکو کې دبې باورۍ حقيقي او تر ټولو ستره وجه ده.
ښاغلي گيټس وويل دتندلاريتوب په ضدددواړ و هيوادونو ترمينځ مرسته کې ستونزې هم ددغه بې باورۍ له امله دي او له بده مرغه دغو حقيقتونو په پاکستان کې دامريکا په اړه بدگمانۍ زيږولي دي.
ددفاع وزير وويل ددغو بدگمانيو څخه گټه هاغه تندروه ډلې اخلي چې پرته له کومې پښيمانۍ څخه بې گناه وگړي وژني.
هغه وويل داخبره بايد په ياد وساتل شي چې پاکستاني طالبان دافغاني طالبانو او القاعده سره په گډه فعاليتونه کوي او دوي ديو بل څخه بيلول گران دي. د زیارت په ورځ رابرټ گېټس دا خبره څرگنده کړې وه چې امریکا کېدې شي پاکستان ته د بغیر وسلې جاسوي ډرون الوتکې ورکړي چې طالب جنگیالو پرضد جگړې ته وده ورکړي. وروسته د امریکا دفاعي چارواکو دا خبره ومنله چې امریکا پاکستان پوځ لپاره ١٢ ډرون الوتکې یو طرف ته خوښه ته کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG