لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبائيلي سيمو او د سوات  په عملياتو کې 11 جنگيالي وژل شوي دي


امنيتي ځواکونو دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمو شمالي او جنوبي وزيرستان او دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړي چې پکې 11 تندلاري وژل شوي او 12 نور ژوندي نيول شوي دي.
چارواکي وايي امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو په ملاتړ په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په يوه ځاله بريد ترسره کړى چې پکې درې جنگيالي وژل شوي دي.
په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ځاله دغه بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس دا مهال دپاکستان په سفر بوخت دى او غواړي پاکستان خپل دترهگرو پر ضد روان عمليات تر هاغو قبائيلي سيمو پورې وغځوي چرته چې القاعده خپلې ځالې جوړې کړي دي.
دځايې اوسيدونکو له مخې امنيتي ځواکونو دميرانشاه څخه بهر دتندلارو په يو مرکز دبريد ترسره کولو وروسته په سيمه کې کرفيو پځايې کړې ده.
بل لوري ته دپاکستان پوځ نن دجمعې په ورځ پخپل بيان کې ويلي دي په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان او سوات کې يې دتير يو شواروز په عملياتو کې اته ترهگر وژلي او 12 يې نور ژوندي نيولي دي.
دپوځ له مخې دجنوبي وزيرستان په وانا،چلواستي سيمو کې دعملياتو په مهال دوه جنگيالي نيول شوي او دهغوي څخه په لويې مقدار کې وسله لاسته راوړل شوې ده.
دپوځ له مخې دميرانشاه سره نزې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې 3ترهه گر وژل شوي ،يو ژوبل شوى او دوه نور نيول شوي دي.
دپاکستان پوځ تير کال داکتوبر په 17مه نيټه په جنوبي وزيرستان کې دهاغو تندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ چې حکومت يې دهيواد په بيلا بيلو برخو کې کيدونکو ترهه گريزو پيښو او ځانمرگي بريدونو کې ککړ بولي.
امريکايي چارواکي غواړي پاکستان په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو لمن تر نورو قبائيلي سيمو پورې هم وروغځوي خو دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس تيره ورځ خبريالانو سره په خبرو کې په ډاگه کړه چې تر يو کال پورې به په کومه بله سيمه کې عمليات نۀ پيل کيږي.
په سوات او ملاکنډ کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په هکله دپوځ وينا ده دفتح پور سره نزدې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې 5 جنگيالي وژل شوي او دبيلا بيلو سيمو څخه 8 تندلاري نيول شوي دي.
دپاکستان پوځ تير کال دصوبه سرحد په دريوؤ ضلعو دير،بونير او سوات کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ او پوځ ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې د2000ؤ څخه زيات تندلاري وژلي او هم دغه هومره يې نور نيولي هم دي خو دسوات په بيلا بيلو سيمو کې اوس هم دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتو خبرونه ترلاسه کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG