لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرمې او  اورکزو په نښتو کې 22 جنگيالي او دوه عسکر وژل شوي دي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمو اورکزۍ او کرمه ايجنسيو کې دامنيتي ځواکونو دپوستو ترڅنگ دوسله والو جنگيالو او پاکستاني پوځيانو ترمينځ نښتو کې 22 جنگيالي او څلور پوځيان وژل شوي دي چې يو پکې پوځي افسر هم شامل دى.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دخالي په سحرداورکزۍ ايجنسۍ په فيروز خيل سيمه کې تندلارو په يوه امنيتي پوسته بريد وکړو چې په دغه بريد کې يو پوځي افسر ليفټننټ سجاد او حوالدار عمردراز ووژل شول او دوه نور عسکر ژوبل شول.
سرچينې وايي دبريد څخه وروسته دتندلارو او پوځيانو ترمينځ سخته نښته ترسره شوه چې پکې 10 جنگيالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
همدغه راز دمينځنۍ کرمې ايجنسۍ په خدائيدادخيل سيمه کې هم امنيتي ځواکونو دجنگيالو په ضد عمليات ترسره کړي چې پکې 12 جنگيالي وژل شوي او 25 نور ژوبل شوي دي.
دسيمې څخه عسکري سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دعملياتو په ترڅ کې ټولې خواؤشا سيمې دتندلارو څخه پاکې کړل شوي دي.
بل لوري ته دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړي او دهغوي څلور ځالې يې له مينځه وړي دي.
دسرچينو له مخې دخالي په ورځ امنيتي ځواکونو دصافي تحصيل په ساگي نومې سيمه کې دتندلارو يو شمير ځالې دتوپونو له لارې په نخښه کړې.
سرچينې وايي په دغه مهال ځينې گولې داستوگنې په کورونو هم پريوتي دي چې پکې 2ميرمنې ژوبل شوي دي.
تير کال داکتوبر په 17مه نيټه دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په لويه کچه پوځي عمليات پيل شول چې پکې دامنيتي ځواکونو لخوا د600ؤ تندلارو دوژنې ادعا شوې ده خو دپوځ له مخې په سيمه کې دتندلارو په ضد دعملياتو له امله په جنوبي وزيرستان کې موجود جنگيالي دکرمې، اورکزۍ، شمالي وزيرستان او نورو قبائيلي سيمو په گډون په خواؤشا ځائيونو کې پټ شوي دي.
په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په دغو عملياتو واشنگټن داطمينان څرگندونه کړې ده خو غواړي پاکستان دخپلو دغو عملياتو لمنه تر هاغو قبائيلي سيمو پورې وروغځوي چرته چې تندلاري دپولې پورې غاړې افغانستان کې دميشتو ائتلافي ځواکونو په ضد دبريدونو پلانونه جوړوي.
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس تيره ورځ خبريالانو سره په خبرو کې وويل پوځ به تر يو کال پورې دهيواد په کومه بله برخه کې دتندلارو په ضد عمليات نۀ پيل کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG