لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک : په تاڼه ځانمرگي بريد کې يو پوليس درې کسان وژل شوي


د پاکستان دصوبه سرحد په ټانک سيمه کې د خالي په ورځ د پوليسو په يوه تاڼه ځانمرگي بريد کې دپوليسو يو افسر په گډون درې کسان وژل شوي او دوه کسان نور ژوبل شوي دي.
په سيمه کې دپوليسو يو مشر غلام فريد خبريالانو ته ويلي دي دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې يو ځانمرگي خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى په گومل بازار کې دپوليسو دتاڼې سره ټکر کړو.
هغه وويل گمان کيږي دتاڼې دراپريوتې ملبې لاندې هم ځينې کسان گير دي.
ټانک سيمه دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان سره جوخته ده او جنوبي وزيرستان دپاکستاني طالبانو ستر مرکز گڼل کيږي.
ويل کيږي په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پيل کيدو څخه راپديخوا وسله وال طالبان نزدې قبائيلي او بندوبستي سيمو ته تښتيدلي دي.
تيره مياشت هم په ټانک کې دوالي بال دلوبې په مهال دلوبو په يوه ميدانۍ کې ځانمرگي بريد ترسره شوى ؤ چې پکې دښځو او ماشومانو په گډون تر100ؤ زيات کسان وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG