لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ د کرمې په عملياتو کې د15ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې ده


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پخپل يو جاري کړل بيان کې ويلي د امنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په وسله واله نښته کې 15 تندلاري وژل شوي دي.
دغه پيښه نښته وروستو له هغې رامينځته شوې چې دگل په ورځ په تيندو سيمه کې وسله والو جنگيالو دپاکستاني پوځيانو په پوسته بريد وکړو.
دپاکستان پوځ تير کال داکتوبر په 17مه نيټه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ او چارواکي وايي کيدى شي دغه جنگيالي په جنوبي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو څخه راتښتيدلي وؤ.
دمليشه ځواکونو لخوا دجاري کړل شوي بيان له مخې يو شمير ترهه گرو دکرمې ايجنسۍ په تيندو سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته بريد وکړو چې له دې وروستو امنيتي ځواکونو ددغو بريد کوونکو په ضد عمليات پيل کړل او15 جنگيالي يې ووژل.
بيان کې ويل شوي دي وسله والو ترهه گرو سره په نښته کې گڼ شمير تندلاري او8پوځيان ژوبل شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG