لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو دځیني  طالب مشرانو څخه بنديزونه پورته کړي دي


د ملگرو ملتونو دامنيت دشورا يوې کميټې دطالبانو دواکمنۍ په مهال دافغانستان دبهرنيو چارو دوزير مولوي وکيل احمد متوکل په گډون دپنځو پخوانيو طالب مشرانو څخه بنديزونه پورته کړي دي.
دامنيت دشورا کميټې دغه گام په داسې حال کې اخستى چې ټاکل شوې ده چې په 28مه جنورۍ دبرټانيې په لندن کې دافغانستان په اړه يوه ستره نړيواله غونډه جوړيږي.
ددغه غونډې مقصد په افغانستان کې ددولت مخالفينو سره دسياسي جوړجاړي لارې لټول دي.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي هم تيره ورځ غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې دسولې او امن دټينگښت دپاره دې دطالبانو دپخوانيو مشرانو نومونه دترهه گرو دفهرست څخه وويستل شي.
حامد کرزى وايي هاغو طالبانو سره يې دسولې پلان برابر کړى دى چې القاعده او ترهه گرو سره اړيکې نۀ لري.
دحامد کرزي په وينا ددغه پلان دعملي کولو دپاره ورته دنړيوالې ټولنې ملاتړ هم ترلاسه دى.
دملگرو ملتونو دامنيت دشورا غونډې ته دپخوانيو طالب مشرانو څخه دبنديزونو دلرې کولو وړانديز امريکا کړى ؤاو روسيې هم دخپلې ژمنې سره سم دطالب مشرانو څخه دبنديزونو پورته کولو په لړ کې خنډان وانۀ چول.
څيړونکي وايي دا دروسيې په رويه کې يو ستر بدلون ځکه دى چې له دې وړاندې به روسيې دامريکا او اروپايي اتحاديې هاغه خواستونه ردول چې پکې به دطالبانو څخه دبنديزونو پورته کولو غوښتنه کيدله.
معلومه شوې ده چې دمولوي وکيل احمدمتوکل سره دنورو کومو څلور طالب مشرانو څخه بنديزونه پورته کړل شوي په هغوي کې دطالبانو دواکمنۍ په مهال دسوداگرۍ مرستيال وزير فضل محمد فيضان،عبدالحکيم منيب، محمد موسي هوتک او شمس الحق صفا شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG