لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گورنرغني:د واکمنۍ ټينگيدلو پورې به عمليات روان وي


د صوبه سرحدگورنراويس احمدغني وايي ترڅو چې دپاکستان په قبائيلي سيموکې دحکومت واکمني په بشپړ ډول پځايې کړل شوي نۀ وي ترهغې به دتندروه جنگيالوپه ضدعملياتوته دوام ورکؤل کيږي.
دزيارت په ورځ په پيښورکې دپوليټيکل ايجنټانوکانفرنس ته پخپله ويناکې گورنرغني وويل دپوځي عملياتوپيل کيدلو راپديخوا په زياتره قبائيلي سيموکې وضعيت په چټکټياسره ښه کيږي.
هغه وويل دتندلارو په نوغي ويستلوکې قبائيلي اولس اومشرانودحکومت اؤ امنيتي ځواکونوسره زياته همکاري کړې ده اؤ دهغوئ په ملاتړبه پۀ ټولو قبائيلي سيموکې دامنيت دټينگښت په لړکې نور برياليتوبونه هم وموندل شي.
دپوليټيکلانوپه دغه غونډه دپاکستان په ټولوقبائيلي سيموکې دامنيت دوضعې جاج واخستل شواؤ گورنرته هرپوليټيکل ايجنټ دخپلې ايجنسۍ د وضعيت په اړه احوال تيرکړو

XS
SM
MD
LG