لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان  : پوځ وایي عملياتوکې څلورجنگيالي وژلي


د پاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان اؤ دصوبه سرحد په ملاکنډ اؤ سوات کې دتندلارو په ضدعملياتوکې پوځ دنورو څلورو تندلارو د وژلواؤ د7ؤ دنيولوادعاکړې ده.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې لۀ مخې دجنوبي وزيرستان په جنډوله کې د زيارت زئ،تاهراؤنانو سيموکې دتندلارو په ضد دلټونې عمليات ترسره شوي چې پکې څلورياغيان وژل شوي دي.
پوځ وايي په دغوعملياتوکې يې دتندلارو څخه درنې وسلې اؤ چاوديدونکي موادهم ترلاسه کړي دي.
پوځ وايي دصوبه سرحدپه سوات اؤملاکنډ سيموکې هم دتندلارو په ضددلټونې عمليات شوي دي چې پکې 7تندلاري نيول شوي اؤ يوځان پخپله قانون ته سپارلى دى.
دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضدپه پراخه کچ دپوځي عملياتوپيل کيدلو راپديخوا دپاکستان په صوبه سرحداؤ نورو بيلابيلوسيموکې دامنيت وضعه په چټکتياسره خرابه شوې وه خودپاکستان حکومت اؤ پوځ ادعاکوي چې اوس يې تندروه ياغيان مات کړي اؤ هغوئ نۀ شي کولى دپوځ مخې ته اودريږي.
په افغانستان کې ميشته ائتلافي ځواکونه اؤ مطبوعاتي راپورونه وايي اوس هم دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې دتندروه جنگيالواؤ ترهگروسترې ځالې دي اؤ وخت ناوخت دغلته دامريکاپيلوټه الوتکې دجنگيالوپه مرکزونو بريدونه هم ترسره کوي چې تردې مهاله پکې دپاکستاني طالبانودپخواني مشربيت الله محسودپه گډون دطالبانواؤ القاعده يوشميرمهم کمانډران وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG