لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ :  حکومتي ځواکونه د  44ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کوي


د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې حکومتي چارواکي دتندلارو پر ضد عملياتو کې 44 جنگيالي وژلي دي.
دچارواکو په وينا دطالب جنگيالو او امنيتي ځواکونو ترمينځ په باجوړ کې دشوؤ نښتو له امله گڼ شمير پوځيان هم ژوبل شوي دي.
په باجوړ کې يو حکومتي چارواکي عبدالکبير خبريالانو ته ويلي دي دباجوړ په سلارزۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دغه نښتې دشورو دورځې څخه روانې دي.
کبير وويل دجمعې په ورځ دتندلارو په ضد په باجوړ کې ترسره شوؤ عملياتو کې 21 جنگيالي وژل شوي دي.
دهغه وينا وه نور 23 تندلاري هم په تيرو دوؤ ورځو کې وژل شوي دي.
دعبدالکبير له مخې دامنيتي ځواکونو او جنگيالو ترمينځ دغه نښتې دشورو په ورځ وروستو له هغې پيل شوې کله چې امنيتي ځواکونو دسيمې څخه دطالبانو دويستلو لپاره دجوړې شوې جرگې دقبائيلي مشرانو سره مرسته پيل کړه.
د44ؤ تندلارو دوژنې ددغه حکومتي ادعا په هکله دازادو سرچينو څخه تصديق نۀ دى شوى.
دپاکستان پوځ په کال 2008م کې دتندلارو په ضد ستر عمليات ترسره کړي وؤ او ادعا يې کړې وه چې دسيمې څخه يې ټول تندلاري پاک کړي دي خو په سيمه کې دامنيتي ځواکونو او طالب جنگيالو ترمينځ دنښتو خبرونه اوس هم ترلاسه کيږي.
دپاکسان پوځ دا مهال دجنوبي وزيرستان او سوات په گډون په ځينو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد عمليات ترسره کوي او وايي تندلاري يې په دغو سيمو کې په شا تمبولي دي.
امريکايي چارواکي غواړي پاکستان په هاغو سيمو کې دتندلارو په ضد ستر عمليات پيل کومو چې دالقاعده جنگيالي دپولې پورې غاړې ميشتو ائتلافي ځواکونو په ضد دبريدونو پلانونه جوړوي.
خو دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس تيره اوونۍ په ډاگه کړې وه چې هغوي به تر يو کال پورې دهيواد په کومه بله برخه کې دتندلارو په ضد نوي عمليات نۀ پيل کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG