لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملگرو ملتونو استازي کايي ايدي طالبانو مشرانو سره ليدلي


راپورونه وايي دافغانستان لپاره د ملگرو ملتونو استازي کايي ايدي په روانه مياشت کې په دوبۍ کې دطالب مشرانو دفعاله غړو سره ديوې غونډې په مهال ليدنه کړې ده.
سرچينې وايي دا نۀ ده په ډاگه شوې چې دکايي ايدي او طالب مشرانو ترمينځ په دغه ترسره شوې غونډه کې دطالبانو کومو غړو گډون کړى ؤ خو ويل کيږي کومو طالب مشرانو چې دکايي ايدي سره ليدلي هغوي په افغانستان کې ياغيتوب فعاله غړي وؤ.
سرچينې دا هم وايي چې کايي ايدي دطالب مشرانو سره دغه غونډه دتندلارو په خواست کړې ده.
سرچينې وايي په دغه غونډه کې په افغانستان کې دامن خبرو اترو پيل کولو په هکله په وړانديزونو غور شوى دى.
سرچينې زياتوي ددغه غونډې په هکله معلومات افغان حکومت ته هم ورکړل شوي دي او ملگري ملتونه هيلري لري افغان حکومت به ددې موقعه څخه گټه پورته کړي.
دچارواکو څخه چې کله ددغه غونډې دلاسته راوړنو او نتيجو په هکله پوښتنه وشوه نو هغوي وويل دغه کومه فيصله ايزه غونډه نۀ وه.
چارواکي وايي دطالبانو او ځانگړي استازي کايي ايدي ترمينځ ددغې غونډې مقصد دطالب جنگيالو لخوا دافغان حکومت سره دممکنه امن خبرو اترو پيل کولو په هکله تر ملگرو ملتونو پورې درسد يوه هڅه وه.
کله چې ددغه غونډې په هکله دکايي ايدي دوياند عليم صديق څخه پوښتنه وشوه نو هغه وويل ځانگړي استازي کايي ايدي تردې مهاله په تيرو وختونو کې دطالبانو سره دتماس نيولو په هکله څۀ نۀ دي ويلي او هغه په دغه هکله اوس تبصره نۀ کوي.
بايد دامن خبرو اترو مشري پخپله افغان حکومت وکړي.
څيړونکي وايي دځانگړي استازي کايي ايدي لخوا دافغاني طالبانو سره دليدنې دغه خبرونه ځکه ارزښتناک دي چې دا مهال دافغان جمهوررئيس حامد کرزي لخوا هم طالبانو سره دامن خبرو اترو پيل کولو هڅې روانې دي.
حامد کرزى وايي هغه به طالبانو ته دپيسو او روزگارونو په ورکولو سره اولسي ژوند ته راوگرځوي او هغوي به دې ته اړ کړي چې دتشدد لاره پريږدي.
کرزي تيره ورځ په لندن کې دافغانستان په هکله دنړيوالې غونډې په مهال طالبانو سره دخبرو اترو کولو لپاره ديوې جرگې راغوښتو اعلان هم کړى دى او دصدارتي دفتر له مخې په دغه جرگه کې به طالبانو ته دخبرو اترو بلنه ورکولى شي.
خو ښاغلى کرزى وايي خبرې به يواځې دهاغو طالبانو سره کيږي څوک چې دالقاعده او ترهه گرو ډلو سره اړيکه نۀ لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG