لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو دپوستې سره نزدې په ځانمرگي بريد کې ددوؤ عسکرو په گډون 16 کسان وژل شوي دي. دپوليټيکل انتظاميې له مخې دباجوړ ايجنسۍ مرکز خار سره نزدې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته ځانمرگى بريد ترسره شوى دى.
په دغه بريد کې ددوؤ عسکرو په گډون 16 کسان وژل شوي او د 20ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي دي او امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولکه کې اخستې ده.
په امنيتي پوسته دځانمرگي بريد څخه وروسته دخار بازار تړل شوى دى.
په سيمه کې يو امنيتي چارواکي فضل ربي خبريالانو ته ويلي دي دوژل شوؤ څخه 7 اولسي وگړي وؤ.
هغه وويل دژوبل شوؤ څخه دزياترو حالت مرگونى دى ځکه نو گمان کيږي دوژل شوؤ کسانو شميره نوره هم سيوا شي.
باجوړ دافغانستان دکونړ ولايت سره په پوله پرته قبائيلي سيمه ده.
په باجوړ ايجنسۍ کې په امنيتي پوسته دغه ځانمرگى بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې تيره ورځ په سيمه کې يو حکومتي چارواکي خبريالانو سره په خبرو کې وويل په سلارزو سيمه کې دتيرو دريوؤ ورځو راهسې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ سخته نښته روانه ده چې پکې 44 تندلاري وژل شوي دي.
بلخوا راپورونه وايي نن دخالي په ورځ يو ځل بيا امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو له لارې دباجوړ ايجنسۍ په ماموند سيمه کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده چې له امله يې 7 تندلاري وژل شوي دي.
سرچينې وايي په دغه گوله بارۍ کې دتندلارو گڼ شمير ځالې هم له مينځه تللي دي.
دماموند تحصيل زياتره سيمې دتندلارو څخه پاکې کړل شوي خو سرچينې وايي جنوبي سيمې اوس هم دتندلارو دکنټرول لاندې دي او دغلته پوځ دتندلارو لخوا دسخت مقاومت سره مخ دى.
راپورونه وايي امنيتي ځواکونو اوس مهال په باجوړ کې دتندلارو په ضد فعاله عمليات پيل کړي او دهغوي شکمنې ځالې دتوپو له لارې په نخښه کوي.
داسې خبرونه هم ترلاسه شوي دي چې په سيمه کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کيدو له امله په لويه کچه خلک کډې کوي.
دپاکستان پوځ په کال 2008م کې دتندلارو په ضد ستر عمليات ترسره کړي وؤ او ادعا يې کړې وه چې دسيمې څخه يې ټول تندلاري پاک کړي دي خو په سيمه کې دامنيتي ځواکونو او طالب جنگيالو ترمينځ دنښتو خبرونه اوس هم ترلاسه کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG