لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : امريکايي ځواکونو سره نښته کې څلور افغان عسکر وژل شوي


د افغانستان په وردک ولایت کې دامريکا دځانگړو عسکرو سره په نښته کې څلور افغاني پوځيان وژل شوي. دگورنر يا والي وياند شاهدالله شاهد دخالي په ورځ خبريالانو ته ويلي دي دامريکايي او افغاني پوځيانو ترمينځ دډزو دتبادلې پيښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې افغاني پوځيان دمرکزي وردک ولايت څخه دشپې په مهال دعملياتو څخه ستنيدل.
هغه وويل په دغه مهال دامريکايي او افغاني پوځيانو په يو بل ډزې وکړې چې له امله يې څلور افغاني عسکر وژل شوي او 7 نور ژوبل شوي دي.
وياند په دغه نښته کې امريکايي عسکرو ته داوښتې مرگ ژوبلې په هکله څه ونۀ وئيل.
هغه وويل دناټو يوې الوتکې دوردک په سيد اباد اولسوالۍ کې دافغاني ځواکونو په نوې جوړې شوې پوستې هم ډزې کړي دي.
وياند وويل ددغه پيښې په هکله پلټنې پيل شوي دي.
نوموړي زياته کړه اوس مهال زۀ يواځې دا ويلى شم چې کيدى شي ددواړو خواؤترمينځ څه غلط فهمۍ رامينځته شوي وي ځکه چې دغه پوسته په سيمه کې نوې جوړه شوې ده.
په کابل کې دناټو يو وياند وويل هغوي ددغه پيښې په هکله معلومات راغونډوي.
همدغه راز ناټو وايي پرون دجمعې په ورځ په ختيز افغانستان کې دوه امريکايي پوځيان او يو اولسي وگړى وژل شوى چې هغه هم امريکايي ؤ او دهغوي دوژنې پيښه اوس هم تر پلټنو لاندې ده.
دايساف يو وياند هم په ختيز افغانستان کې ديو امريکايي اولسي وگړي دوژنې پيښه تصديق کړې ده خو دا يې په ډاگه نۀ کړه چې دغه وگړى څنگه او چرته وژل شوى دى.
ددغو عسکرو دوژنې سره سږ کال په افغانستان کې دوژل شوؤ بهرنيو عسکرو شميره 44ؤ ته رسيدلې چې پکې 29 امريکايان شامل دي.
ديو راپور له مخې په روانه مياشت کې په افغانستان کې داړي گړي په بيلا بيلو پيښو کې 25 بهرني عسکر وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG