لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسټريليا پاکستان ته په ماتې ورکولودانډر19 کرکټ ورلډ کپ  گټلی


اسټريليا پاکستان ته د19ؤ کلونو څخه دکم عمره لوبغاړو دکرکټ په ورلډ کپ فائنل کې په 25 رنز ماتې ورکړې ده.
پاکستان دټاس په گټلو سره اسټريليا ته دلومړي بيټنگ کولو بلنه ورکړه.
په پيل کې پاکستاني باؤلرانو څلور وکټې ترلاسه کړې خو وروستو اسټراليايي لوبغاړو په ټاکل شوؤ 50ؤ اورونو کې د9ؤ وکټو په تاوان 207 رنز جوړ کړل.
دپاکستان لخوا سرمدبهټي درې لوبغاړي اوټ کړل.
دميچ گټلو لپاره د208 رنز په هدف کې دپاکستان ټول ټيم په 182 رنز اوټ شو.
دپاکستان لخوا تر ټولو زيات رنز 41 کپتان عظم گهمن جوړ کړل او اسټريليا تر ټولو بريالى باؤلر لرهيزل ووډ ؤ چې په 8.4 اورونو کې يې د30 رنز ورکولو سره 4 لوبغاړي اوټ کړل.

XS
SM
MD
LG