لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانی ټیلې وژن وايي د طالبانو مشر وژل شوی


د پاکستان پوځ وايي چې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود د وژل کیدو په هکله د رپورټونو تصدیق لپاره يي پلټنې پیل کړې دي.
داتوار په ورځ د پوځ وینا پس له هغې راغلې ده چې د پاکستان سرکاري ټیلې وژن خپل یو رپورټ کې اویل چې حکیم الله محسود په جنورۍ کې د بې پائلټه جهاز په برید کې د زخمي کیدو ورسته وژل شوی دی.
د جنورۍ په دغه حمله کې د دولسو نه د زیاتو جنگیالو وژل کیدل رپورټ کړی شوې وو.
هم په دغه پیښه کې د حکیم الله محسود دوژل کیدوپه هکله متضاد رپورټونه رامنځته شول، ځنې رپورټونو کې ویل شوې اوو چې هغه وژل شوی دی او ځنې رپورټونو کې به دا خبره ردیده.
ددې ورسته طالبانو دوه د غږ ټیپونه هم خپاره کړل چې ووښاې ددوي مشر حکیم الله محسود ژوندی دی.
ځنې رپورټونو ویل چې حکیم الله محسود ددې څو ورځې ورسته په یوه بله حمله کې وژل شوی دی.
خو د اتوار په ورځ د طالبانو ویاند د حکیم الله محسود د وژل کیدو په هکله ورستي رپورټونه رد کړل. طالب ویاند اعظم طارق یوې فرانسوي خبري ادارې ته ویلې دې چې حکیم الله محسود ژوندی او محفوظ دی.
هغه اویل چې د حکیم الله محسود د وژنې په اړه مطبوعاتي رپورټونه ځکه خپرول کیږي چې د طالبانو په صفونو کې اختلافات رامنځته کړی شي.
هغه زیاته کړه چې طالبانو داسې ثبوتونه وړاندې کړې دي چې حکیم الله محسود ژوندی دی او که څوک وايي چې هغه وژل شوی دی نو د خپلې خبرې ثبوت دې ووښاي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG