لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان قبائیلې سېمه باجوړ کې يو عسکر، ١٥ جنگیالي وژل شوې


چارواکي وايي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمينځ نښته کې یو پوځي او ١٥ جنگيالي وژل شوي دي.
په سيمه کې يو حکومتي چارواکي عبدالملک بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل دغه نښتې پرون داتوار په ورځ غرمه مهال دباجوړ په سوايي او دماموند تحصيل په ډمه ډوله سيمو کې پيل شوې وې چې دشپې تر ناوخته روانې وې.
هغه وويل طالبانو لمړى په يوه امنيتي پوسته او وروستو دامنيتي ځواکونو په کاروان بريد وکړو چې له دې وروستو امنيتي ځواکونو ددغو بريد کوونکو په ضد ځمکني او فضايي عمليات ترسره کړل چې پکې ١٥ جنگيالي ووژل شول.
ملک زياته کړه دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ تر نيمې شپې نښته روانه وه چې پکې ١٠ جنگيالي ژوبل شوي او يو پوځي هم وژل شوى دى.
دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دتازه نښتو دغه خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې دخالي په ورځ هم دباجوړ په مرکزي خار کې دامنيتي ځواکونو په پوسته ځانمرگى بريد ترسره شوى ؤ چې پکې ددريوؤ پوځيانو په گډون ١٦ کسان وژل شوي وؤ.
دپاکستان پوځ په کال ٢٠٠٨م کې دتندلارو په ضد ستر عمليات ترسره کړي وؤ او په هاغه مهال يې ويلي وؤ دسيمې څخه يې تندلاري له مينځه وړي خو ددغه پوځي ادعا باوجود اوس هم دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتو خبرونه ترلاسه کيږي.
دپاکسان پوځ دا مهال دجنوبي وزيرستان او سوات په گډون په ځينو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد عمليات ترسره کوي اوامريکايي چارواکي غواړي پاکستان په هاغو سيمو کې دتندلارو په ضد ستر عمليات پيل کړي چرته چې دالقاعده جنگيالي دپولې پورې غاړې ميشتو ائتلافي ځواکونو په ضد دبريدونو پلانونه جوړوي.
خو دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس دوه اوونۍ دمخه په ډاگه کړې وه چې هغوي به تر يو کال پورې دهيواد په کومه بله برخه کې دتندلارو په ضد نوي عمليات نۀ پيل کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG