لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دباجوړ او اورکزو په عملياتو کې 16 جنگيالي وژل شوي دي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمو باجوړ او اورکزئ ايجنسيو کې دپاکستاني پوځيانولخوا دجيټ الوتکو بمبارۍ اؤ ځمکنيو عملياتو کې 16 تندلاري وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دنهې په ورځ دباجوړ مرکز خار څخه ختيز لوري ته په عنايت کې ددوؤ کسانو مړي موندل شوي چې په يوه ونه کې ځړول شوي او دډمه ډولې سيمې سره نزدې هم په گوليو دويشتل شوؤ 8ؤ کسانو مړي موندل شوي دي.
دباجوړ يو انتظامي چارواکي عبدالملک په دغه اړه خبريالانو ته ويلي دي دغه اتۀ واړه کسان تيره شپه دامنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
هغه دا هم ومنله چې په عنايت کلي کې دوه ځوړند کړل شوي مړي هم موندل شوي دي.
په باجوړ کې دتندلارو دوژنو ددغه حکومتي ادعا په هکله دازادو سرچينو څخه پخلى نۀ دى شوى.
بايد وويل شي حکومتي چارواکو په عنايت کلي کې دقبائيليانو لخوا ددغو دوؤ جنگيالو دوژنې ادعا په داسې حال کې کړې ده چې له دې وړاندې تندلارو په حکومت پلوه قبائيلي مشرانو دباجوړ په بيلا بيلو سيمو کې بريدونه کړي او دهغوي څخه يې گڼ شمير وژلي هم وؤ.
په باجوړ کې دتندلارو په ضد پوځي عملياتو کې چټکتيا وروستو له هغې راغلې چې تيره اوونۍ دباجوړ په مرکز خار کې دامنيتي ځواکونو په پوسته ځانمرگي بريد کې د3ؤ پوځيانو په گډون 16 کسان ووژل شول.
بل لوري ته داورکزۍ ايجنسۍ په خاديزۍ سيمه پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو څخه بمباري کړې چې پکې 8 تندلاري وژل شوي او 5 نور ژوبل شوي دي.
اخوا دمهمند ايجنسۍ په بايزۍ تحصيل کې دامن لښکر دغړي په گاډي ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې ددغه لښکر دوه غړي وژل شوي دي.
همدغه راز دصافي تحصيل په گړهي سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو 5 کورونه ړنگ کړي، 3 ځانمرگي واسکټونه او په لسگونو دراکټ گولې يې لاسته راوړي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG