لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان لپاره امريکايي مرستو کې دزياتوالي وړانديز


د امريکا دراتلونکي کال د3.8 کربه ډالرو په بوديجه کې دپاکستان او افغانستان دمرستو سيوا کولو وړانديز شوى دى.
داوباما انتظاميه ددواړو هيوادونو لپاره په مرسته کې دزياتوالي کولو مسوده دمنظورۍ لپاره کانگريس ته ليږلې ده.
جمهوررئيس اوباما وړانديز کړى دى چې داکتوبر څخه پيل کيدونکي مالي کال 2011ء لپاره بايد افغانستان ته 4.0 اربه ډالرې او پاکستان ته 3.1 اربه ډالرې مرستې ورکړل شي،ترڅو ددغه مرستو له لارې دتره گرو نوغي ويستلو، هغوي ته دماتې ورکولو او دبياودانۍ ترڅنگ دپرمختيايي هلو ځلو په لړ کې دپاکستان او افغانستان سره همکاري وکړل شي.
دوړانديز کړل شوې دغه اضافې څخه وروستو به دترهه گرۍ دمخنيوي دتوان سيوا کولو دپنگه د70ؤ کروړو ډالرو څخه راتلونکي مالي کال کې 1.2 اربو ډالرو ته ورسيږي.
ددغه پنگې په اساس پاکستان ته ترلاسه کيدونکې پيسې به په سرحدي سيمو کې دگمارل شوؤ پاکستاني پوځيانو په روزنه او هغوي ته دجنگي سامانونو په ورکړه مصرف کيږي.
د3.1 ارب ډالرو په وړانديز کړل شوؤ دغو مرستو کې به 1.2 اربه ډالر په پوځي څانگه کې او 1.9 اربه ډالر په مدني څانگې کې مصرفولى شي.
دغه پيسې به دراتلونکو 5ؤ کلونو په مهال پاکستان ته دکيري لوگر بل په اساس پاکستان ته دورکړل کيدونکو 7.5 اربه ډالرو دمرستې برخه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG