لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزی د سعودي عربستان په سفر


د طالبانو سره د روغې جوړې د هڅو په لړ کې افغانستان جمهوررئيس حامد کرزى سعودي عربستان ته رسېدلې.
ټاکل شوې ده ښاغلى کرزى به دسعودي عربستان پاچا عبدالله او نورو مشرانو سره په ليدنو کې دمنځ رويه طالب تندلارو په افغان ټولنه کې دورګډولو په بابله هغوي دخپل پلان څخه خبر کړي.
دحامد کرزي سره سعودي عرب ته په سفر تللې ډله کې دبهرنيو چارو وزير زلمى رسول او نور مذهبي مشران هم شامل دي.
تيره اوونۍ په لندن کې دافغانستان په اړه ترسره شوي نړيوال کانفرنس ته دوينا په مهال افغان جمهوررئيس حامد کرزي په افغانستان کې دامن هڅو ته دودې ورکولو په لړ کې خپله نوې تګلاره اعلان کړې وه.
ددغه تګلارې له مخې هاغو منځ رويه طالبانو سره به خبرې اترې کولى او هغوي به ټولنيز ژوند ته ورګډولى شي چې دالقاعده او نورو ترهه ګرو سره اړيکې نۀ لري.
دحامد کرزي په دغه منصوبه کې ويل شوي وسله غورځونکو او دامن پلوي طالبانو ته به په افغانستان کې دکار روزګار موقعې برابرولى او ورسره به په بيلا بيلو شکلونو اقتصادي مرستې کولى شي.
دحامد کرزي دغه پلان طالبانو رد کړى او ويلي يې دي ترڅوچې افغانستان څخه بهرني پوځيان نۀ وي وتلي هغوي به دسولې دپاره خبرو ته نۀ کښيني.
دلندن په کانفرنس کې حامد کرزي په پاکستان او سعودي عرب ټينګار کړى ؤ چې هغوي بايد دطالبانو عادي ژوند ته په راګرځولو او افغانستان کې دامن دټينګښت په هڅو کې دافغان حکومت مټې مضبوطې کړي.
بايد وويل شي په کال 1990ء کې چې کله طالبانو افغانستان کې حکومت ونيولو نو په ټوله نړۍ کې دهغوي حکومت يواځې سعودي عرب ، پاکستان او متحده عرب اماراتو په رسميت پيژندلى ؤ.
سعودي عرب دکرزي دسولې داوسني پلان په اړه پخپل غبرګون کې ويلي وؤ چې ترڅو چې ورته طالبانو دالقاعده سره دخپلو اړيکو دختمولو ضمانت نۀ وي ورکړى نو سعودي به دسولې په دغه عمل کې برخه نۀ اخلي.
خو پاکستان وايي دلمړۍ ورځې څخه ددې پلوي دى چې طالبانو سره بايد خبرې اترې وکړل شي ، ځکه نو دکرزي دنوې تګلارې ملاتړ کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG