لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشکلاتو باوجود دامریکا او چین تعلقات په ځاې ولاړدي


د امریکې حکومتي چارواکي مني چې په دې ورستۍ ورځو کي د چین سره په یوشمیر موضوعاتوباندې د دواړو هیوادونو ترمنځ کشالې رامنځته شوې دي چې پکښې د چین لخوا په انټرنیټ بندیزونه اوتائیوان ته د امریکې د وسلې په خرڅون باندې د بیجنگ قهر ژن عکس العمل شامل دی.
خو د نهې په ورځ امریکاي چارواکو خبریالانو ته دا هم اویل چې ددې ستونز باوجودد امریکا او چین تعلقاتو کې څه بنیادي بدلون نه دی راغلی.
د جمعې په ورځ د امریکې لخوا دا خبره اعلان کړی شوه چې په تائیوان به د شپږاربه ډالرو دفاعی پوځي سامان خرڅوي. چین، چی تائیوان خپله برخه گنړي، د امریکې د گام په ځواب کي امریکې سره پوځي روابط ځنډ کې واچول.
د نهې په ورځ یو لوړ رتبه چیناي چارواکي اویل چې که صدر باراک اوبامه د توقعه سره سم د تبت جلاوطن مشر دلاي لامه سره اولیدل نو د چین او امریکا تر منځ به بد اعتمادي رامنځته شي او د دواړو په منځ همکارۍ ته به زیان ورسیږي.
د امریکا دخارجه وزارت ویاند پي جی کراؤلي یوې خبري غونډې ته اویل چې امریکا او چین په یوشمیر مسلوباندې په اتفاق نه کولو اتفاق لري خو ددواړه هیوادونو ترمنځ تعلقات په خپل ځاې ولاړدي.
هغه اویل چې دامریکا او چین تر منځ وخت په وخت مسلې رااوچتیږي او د نړۍ د دووتر ټولو طاقت ورو قامونو مفاداتو کې کله کله یوالی وي او کله کله اختلافات رامنځته شي خو د صدر باراک اوبامه په واک کې د راتلو ورسته دغه اختلافات د خبرو اترو د لارې لرې کړی شي.
د نهې په ورځ په واشنگټن کې دامریکې دصدر سرکاري کور وائټ هاؤس سپینې مانړۍ لخوا یو اعلان کې اویل شول چې باراک اوبامه به د پلان سره سم په دې میاشت کې دلاي لامه سره لیدل کتل کوي او باراک اوبامه د نومبر په میاشت کې چین ته د سفر په وخت چیناي مشران دلاي لامه سره د لیده کاته نه خبر کړی وو.
پیرس کې د جمعې په ورځ د وائس اف امریکا سره مرکه کې، د امریکا خارجه وزیرې هیلري کلنټن اویل چې د باراک اوبامه د دلاې لامه سره د لیدلو پروگرام د ماضي د امریکا د تگ لاري نه مختلف نه دی.
هغې اویل چې تیرو دریو څلورو امریکاي صدرانو هم دلاي لامه سره لیدل کتل کړې، امریکا د چین دننه ددلاي لامه په کومه برخه د هغه دعوا په رسمیت نه مني، هغه یو روحاني مشر گنړي نوځکه باراک اوبامه یوداسې کارکوي چې وړاندې صدرانو هم کړی او په دې چاته حیرانیدل نه دي پکار.
هغې تائیوان ته د امریکې لخوا ددفاعي پوځي سامان د خرڅولو دفاع اوکړه.
د زیارت په ورځ میرمن کلنټن د برطانيي سرښار لندن کې د چین خارج وزیر یانگ جائیچي سره لیدل کتل اوکړل. هغې خپل چیناي همکار سره د امریکې انټرنیټ کمپنۍ گوگل په چارو کې د چین دلاس وهنې په موضوع هم خبرې اوکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG