لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : ډرون بريد کې د وژل شوو کسان شمېر ٣١ ته رسېدلې


د افغانستان پولې ته دنزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د نهې په ورځ د شکمنو بې پيلوټه امريکايي جاسوسي الوتکو لخوا داغل شوو میزایلو کې د وژل کسانو شېمره 31 ته رسېدلې ده.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي په وژل شوو کې د څلور بهرنې جنگیالو په گډون ٣١ کسان وژل شوي.
ډرون الوتکو ددته خيل په ديگان سيمه کې دتندلارو په دوؤ ځالو خواؤشا 19 ميزائيل داغلي .
سرچينې وايي دبريد څخه وروسته دنخښه کړل شوؤ ودانيو څخه داور لمبې پورته کيدلې
ديگان دطالبانو ديو پياوړي کمانډر جلال الدين حقاني مرکز گڼل کيږي.
په شمالي وزيرستان کې په نزدې ورځو کې دتندلارو پر ضد ترسره شوؤ دډرون بريدونو کې دغه بريد تر ټولو ستر ځکه گڼل کيږي چې له دې وړاندې په زياتره بريدونو کې ددريوؤ څخه نيولي تر پينځوؤ ميزائيل دډرون الوتکو څخه ويشتل کيدل، خو په دغه بريد کې 19 ميزائيل کارول شوي دي.
دپاکستان حکومتي ټي وي تيره ورځ ادعا کړې وه چې دتيرې مياشتې په 14مه نيټه دامريکايي جاسوسي الوتکو په بريد کې ژوبل شوى دپاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود دزخمونو دتوان نۀ راوړلو له امله مړ شوى او خاورو ته هم سپارل شوى دى.
دپاکستان پوځ ويلي وؤ دبيت الله محسود دوژنې په هکله دخپرو شوؤ راپورونو دتصديق دپاره يې پلټنې پيل کړي دي.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند اعظم طارق تيره مياشت خبريالانو ته دحکيم الله محسود په اواز يوه اډيو ټيپ اورولى ؤ چې په هغې کې حکيم الله محسود ويلي وؤ هغه دډرون دبريد څخه ژوندى وتلى دى.
خو ددغه ټيپ داصل يا نقل په اړه هيڅ قسمه تصديق مخې ته نۀ ؤ راغلى.
دجنورۍ په مياشت کې بې پيلوټه شکمنو جاسوسي الوتکو په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ځالو خواؤشا13 بريدونه ترسره کړي ؤ چې پکې تر70ؤ پورې تندلاري وژل شوي وؤ.
دپاکستان په قبائيلي سيمو دکال 2008م داگست دمياشتې څخه تر 60ؤ زيات بريدونه ترسره شوي چې پکې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود په گډون په سلگونو کسان وژل شوي دي.
خو په شمالي وزيرستان دډرون په بريدونو کې چټکتيا وروستو له هغې راغله چې دافغانستان په خوست ولايت کې په يو پوځي مرکز ځانمرگى بريد ترسره شوى چې پکې دسي ايي اى 7 افسران وژل شوي وؤ.
په پوځي مرکز چې کوم ځانمرگي بريد ترسره کړى ؤ وروستو هغه په يو ويډيو کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود سره ناست وليدل شو.
XS
SM
MD
LG