لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکاي پوځي مشر وايي افغانستان کې د حالاتو خرابیدل بند شوې


افغانستان کې د امریکې او ناټو ځواکونو مشر جنرل سټینلی میک کرسټل ویلې دي چې افغانستان کې حالاتو د نور خرابیدلونه ودریدلې دي خو کامیابي له نه ده ترسه شوې.
جنرل سټنیلی میک کرسټل تیرکال هاغه وخت د مشکل سرمخ شو کله چې هغه اویل افغانستان کې نړي وال پوځي ایتلاف د ناکامۍ سره مخ کیدی شي که افغانستان ته يي نور ځواکونه اونه لیږل. هم په دغه وخت کې د صدر باراک اوبامه حکومت د افغانستان په هکله تگ لاره کې د بدلون په خاطر دې ته بیا کتنه کوله.
خو اوس چې توجه د افغانستان د اولس تحفظ ته اوړول شوې ده او ٣٠،٠٠٠ نور امریکايي او په زرگونود نیټو پوځونه افغانستان ته لیږل کیږي، جنرل سټینل میک کرسټل دا وخت په افغانستان کې د حالاتو په اړه بدل نظر لري.
هغه وايي د هغه په خیال افغانستان کې حالات اوس هم سخت خراب دي خو هغه اوس نشې ویلی چې حالات نور هم په خرابیدو دي. هغه زیاته کړه تیر اوړي کې هغه دغه خبره کړي وه چې صحیح وه خو اوس يي سوچ کې بدلون راعلی دی.
هغه په دې خبره زور واچولو چې نړي وال پوځي ایتلاف څه ډیرې مهمې گټي نه دي ترلاسه کړې اویا دکامیابۍ په لوري روان دی خوتیر کال يي ډیر پرمختگ کړی دی او سږ کال نور پرمختگ هم کولی شي.
هغه وايي په افغانستان کې شوی پرمختگ په شمیرو یا په نقشو باندې نشي ښودلی کیدی.
هغه اویل چې داد محسوساتو جنگ دی دا څه داسې جنگ نه دی چې ته پکښې ویلی شې چې څومره خلک اوژل شول، څومره علاقه اونیولی شوه یا څومره پلونونه تباه کړل شول دا په جنگ کې شکیل ډلو په ذهنونو کې دی. په دې کې د افغانستان اولس او یاغیان شامل دي. دا خلکو ته د باور ورکولو خبره ده.
جنرل سټنلی میک کرسټل دا هم اویل چې د ایتلاف غړو او افغان ځواکونو ته هم دا باور ورکول دي چې دوې د طالبانو خلاف کامبابي ترلاسه کولی شي.
ددې هفتې په شورو کې د امریکې پوځي مشر ایډمرل مائیک مولن ویلې اوو چې د هغه په خیال طالبان بیا مظبوطیږي. جنرل سټینلی میک کرسټل هم داخبره مني چې طالبان د خپل اثر خپرولو هڅې کوي خودارنگ هڅې هم نړي وال ځواکونه او هم د افغانستان حکومت کوي او ورستۍ کامیابي به هم ددوي په برخه وي.
هغه وايي دوي په دې کې دلچسپي نه لري چې څومره طالبان اوژل شول خو مونږ غواړي چې طالبانو ته خپله کامیابي اوښاي او هغوي طالبانو ته دا موقع ورکول غواړي.
جنرل سټینلی میک کرسټل اویل چې ٢٠١٠ به دافغانسان د پاره ډیر زیات مهم کال وي. هغه دا هم اویل چې د افغان ځواکونو د تربيي دپاره به ورته د نورو پوهانو ضرورت وي.

XS
SM
MD
LG