لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کربلا: په ماتمي جلوس بمي چاؤدنو کې 31 کسان وژل شوي دي


د عراق د بغداد ښار څخه کربلا ته دتلونکو شيعه مسلمانانو په جلوس ترسره شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه 31 کسان وژل شوي او د75ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
دميډيا راپورونو له مخې دغه چاؤدنې دکربلا سره نزدې په قنطرت السلام سيمه کې شوي دي.
دعراقي پوليسو له مخې دواړه دواړه چاؤدنې په موټرو کې دايښودل شوؤ چاؤديدونکو موادو دانفجار له امله رامينځته شوي دي.
په دواړو چاؤدنو کې د75څخه زيات کسان ژوبل دي چې په هغوي کې هم دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي.
دغه پيښې په داسې حال کې رامينځته شوي دي چې په عراق کې داسلام دستر پيغمبرحضرت محمد(ص) دلمسو او دکربلا دشهيدانو دڅلويښتۍ دمراسمو دلمانځلو په مهال کلک امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.
تيره ورځ هم کربلا ته په تلونکوشيعه مسلمانانو دغه رقم يوه بمي چاؤدنه ترسره شوې وه چې پکې په لسگونو کسان وژل شوي وؤ.
په عراق کې دشيعه مسلمانانو په ماتمي جلوس ددغو بمي چاؤدنو سره سم په عين حال کې نن دپاکستان دسندهـ ايالت په کراچۍ ښار کې هم دشيعه مسلمانانو په يو بس ځانمرگي بريد او روغتون کې دبمي چاؤدنې له امله تر 25ؤ زيات کسان وژل شوي او په لسگونو نور ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG