لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسۍ: په خاصه دارو ځانمرگي بريد کې 13  کسان وژل شوي دي


د افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې په خاصه دارو ترسره شوي ځانمرگي بريد کې د8ؤ خاصه دار عسکرو په شمول 13 کسان وژل شوي او 15 نور ژوبل شوي دي.
په ژوبلو کې هم 7خاصه دار شامل دي.
دشورو په ورځ دخيبرايجنسۍ دجمرود په وزير ډنډ سيمه کې هاغه مهال افغانستان ته په غځيدلې لويه لاره دخاصه دارو په گاډي ځانمرگي بريد وکړل شو کله چې دغه گاډى په سړک روان ؤ.
په دغه پيښه کې په سمدستي ډول د8ؤ خاصه دارو په گډون د13ؤ کسانو دوژل کيدو تصديق ازادو سرچينو کړى دى خو پوليټيکل انتظاميې دمرگ ژوبلې په هکله رسمي بيان نۀ دى ورکړى.
په پيښه کې 15 کسان ژوبل شوي هم دي چې 7 پکې خاصه دار عسکر ښودل کيږي.
په پيښه کې وژل شوي او ژوبل کسان دپيښور حيات اباد ميډيکل کمپليکس ته رسول شوي او دغلته هم ديو شمير زخميانو حالت مرگونى ښودل شوى دى.
په تيرو وختونو کې هم په خيبرايجنسۍ کې نۀ يواځې په امنيتي ځواکونو دغه رقم ځانمرگي بريدونه ترسره شوي بلکې له دغه لارې افغانستان کې ميشتوؤ ائتلافي ځواکونو ته په سامان وړونکو ټرکونو هم تندلارو بريدونه کړي او يا خو يې هاغه سامانونه سوځولي او يا يې چور کړي دي.
دپاکستان پوځ په ډاگه کړې ده چې هغوي به ديو کال په موده کې په کومه بله سيمه کې دتندروه ډلو په ضد عمليات نۀ پيل کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG