لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دځانمرگي بريدونو نه وروسته بنو کې گرځ بندیز لگول شوې دی


د پاکستان دصوبه سرحد په بنو سيمه کې تيره ورځ دپوليسو په يو تربيتي مرکز ترسره شوؤ دوؤ ځانمرگي بريدونو کې دوژل شوؤ کسانو جنازه نن دجمعې په ورځ شوې ده.
په دغو ځانمرگي بريدونو کې ژوبل شوى دپوليسو ضلعي مشر اقبال مروت دعلاج لپاره دپاکستان پايتخت اسلام اباد ته وړل شوى او دهغه حالت تراوسه مرگونى ښودل کيږي.
تيره ورځ ماښام مهال په بنو سيمه کې لومړى ځانمرگي بريد دپوليس لائن سره نزدې وشو او کله چې ډي پي او اقبال مروت، امدادي ډلې او پوليس چارواکي دپيښې ځايې ته ورسيدل نو په دغه مهال يوه بله چاؤدنه هم وشوه چې له امله يې ډي پي او اقبال مروت ژوبل شو.
په دغو ځانمرگي بريدونو کې خواؤشا 15 کسان وژل شوي او 30 نور ژوبل شوي وؤ.
ددغو ځانمرگي بريدونو څخه وروسته په سيمه کې کرفيو يا گرځ بنديز پځايې کړل شوى او امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړي دي.
دپاکستان حکومت دهيواد په بيلا بيلو برخو کې رامينځته کيدونکې داړي گړي پيښې او ځانمرگي بريدونه په قبائيلي سيمو او سوات کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو غبرگون بولي خو تراوسه پورې دبنو دپيښې مسؤليت کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ دى اخستى.
بايد وويل شي بنو دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان سره نزدې موقعيت لري چې دتندلارو مرکز گڼلى شي او ددغه ځايې څخه دغه تندلاري په افغانستان کې دميشتو بهرنيو پوځيانو په ضد فعاليتونه ترسره کوي.
دچارشنبې په ورځ هم دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې په امنيتي ځواکونو ترسره شوي ځانمرگي بريد کې د10ؤ خاصه دارو په گډون 17 کسان وژل شوي وؤ.
دهيواد په بيلا بيلو برخو کې ترسره کيدونکو دغو بريدونو کې چټکتيا وروستو له هغې راغله چې تيره مياشت دډرون په يو بريد کې دپاکستاني دطالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو په هکله دپاکستان سرکاري ټي وي راپور ورکړو.
طالبان دخپل مشر دوژل کيدو په هکله راپورونه بې اساسه بولي خو د حکيم الله محسود دژوند په هکله ميډيا ته په ثبوتونو ورکولو کې ناکامه شوي دي.
په بنو کې په پوليسو دغه ځانمرگي بريدونه په داسې حال کې شوي دي چې دامريکا دسفارت خانې دوياند اريل هووارډ له مخې دامريکا دقومي سلامتۍ مشاور جيمز جونز په اسلام اباد کې دجمهوررئيس اصف علي زرداري سره په ليدنه کې دترهه گرۍ په جگړه او دوه اړخيزو چارو خبرې کړي دي.
دجمهوررئيس ددفتر څخه دجاري کړل شوي يو بيان له مخې زرداري دپاکستان په خاوره دډرون دبريدونو څخه مخالفت وښودو او وې ويل ددغو بريدونو له امله دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې پاکستان اولسي ملاتړ بائيلي.
دبيان له مخې زرداري دامريکا څخه غوښتنه وکړه چې دډرون ټيکنالوجي پاکستان ته منتقل کړي ترڅو پاکستاني پوځيان پخپله دتندلارو په ضد دغه ټيکنالوجي وکاروي او دغه راز اولسي ملاتړ ترلاسه کړي.
بيان کې دا هم راغلي دي چې جونز دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دکردار وستائيلو او پاکستان ته يې ددغې جگړې دگټلو لپاره دپرله پسې مرستو ورکولو باور ورکړو.

XS
SM
MD
LG