لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ديراو قبائيلي سيمو عملياتو کې اته جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستان په قبائيلي سيمو باجوړ، اورکزۍ ايجنسۍ او دصوبه سرحد په تيمرگره سيمه کې دجيټ الوتکو بمبارۍ او دامنيتي ځواکونو عملياتو کې اته جنگیالي وژل شوي او دهغوي دوه ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
دسرچينو له مخې جيټ الوتکو دکوزې اورکزۍ په نشتۍ سيمه کې دتندلارو ځالې په نخښه کړې او دبره اورکزۍ په ماموزۍ سيمه کې دجيټ الوتکو بمبارۍ له امله دتندلارو گڼ شمير ځالې له مينځه تللي دي چې پکې دوه تندلاري وژل شوي دي.
بل لوري ته دصوبه سرحد دکوز دير په مرکز تيمرگره کې امنيتي ځواکونو سره نښته کې دوه تندلاري وژل شوي دي.
ددغو تندلارو څخه امنيتي ځواکونو په دروند مقدار کې وسله او چاؤديدونکي مواد هم لاسته راوړي دي.
دکوز دير سره نزدې قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په چارمنګ کې هم دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته شوې ده چې پکې څلور تندلاري وژل شوي دي.
دباجوړ په ډمه ډوله سيمه کې امنيتي ځواکونو دباجوړ دطالبانو دپخواني مرستيال مشر مولوي فقير محمد کور سوځولى دى.
دسرچينو وينا ده دباجوړ په ډمه ډوله سيمه امنيتي ځواکونو واک ټينګ کړى او په نورو سيمو کې پرمختګ کوي.
اخوا په پيښور کې دمليشه ځواکونو دمرکز له مخې دخيبرايجنسۍ دباړې تحصيل دشلوبر سيمې څخه امنيتي ځواکونو 4 تندلاري نيولي دي.
همدغه راز دقبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ دصافي تحصيل په قمردين سيمه کې تندلارو دهلکانو يو سکول په بمونو الوځولى دى.
په دغه پيښه کې کومه ځاني مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې
په سيمه کې يو لوړپوړي انتظامي چارواکي مشتاق خان خبريالانو ته ويلي دي دچاؤدنو له امله دغه سکول په بشپړ ډول تباه شوى دى.
دهغه وينا وه طالبانو ددغو سکول پينځوؤ اړخو ته چاؤديدونکي مواد نصب کړي وؤ.
نوموړي ددغه سکول دتباه کولو پړه دطالبانو په سر واچوله او دغه عمل په سيمه کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو غبرگون وبللو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG