لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان شمالي وزيرستان سېمه کې ډرون بريد٥تنان وژلې


دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د اتوار په ورځ شکمنو بې پيلوټه امريکايي جاسوسي الوتکو دتندلارو دروزنې په يو مرکز بريد کړى چې پکې 5د پنځو تندلارو دوژل رپورټونه دي.
دغه بريد دشمالي وزيرستان دميرعلي تحصيل سره نزدې په زوړبابر ايدک سيمه کې دتندلارو دروزنې په يو مرکز ترسره شوى دى.
بې پيلوټه جاسوسي الوتکې دتندلارو په دغه مرکز دوه ميزائيل داغلي دي.
سرچينې وايي په نخښه کړل شوى کور به جنګيالو کارولو او په بريد کې دغه کور په بشپړ ډول تباه کړی شوى دى.
ديو راپور له مخې سږ کال دپاکستان په قبائيلي سيمو خواؤشا ١٣ بريدونه ترسره شوي چې پکې ګڼ شمير تندلاري وژل شوي دي، په دغو بريدونو کې دپاکستان دسرکاري تيليويژن له مخې دپاکستاني دطالبانو دمشر حکيم الله محسود هم وژل شوى خو طالبان دډرون په بريد کې دخپل مشر حکيم الله محسود دوژل کيدو څخه انکار کوي.
دپاکستاني ميډيا دراپورونو له مخې حکيم الله محسود تيره مياشت دډرون په يو بريد کې ژوبل شوى ؤ، هغه دعلاج لپاره کراچۍ ته وړل کيدو خو نوموړي په ملتان سيمه کې دزخمونو توان رانۀ وړو او ساه يې ورکړه.
امريکايي او پاکستاني چارواکو په غوڅه توګه دحکيم الله محسود دوژل کيدو تصديق نۀ دى کړى خو وايي کۀ چرې حکيم الله محسود ژوندى وي نو طالبان بيا ولې دهغه دژوند په هکله څه رقم ثبوت نۀ وړاندې کوي؟
دپاکستان په قبائيلي سيمو دکال ٢٠٠٨م داگست دمياشتې څخه تر ٦٠ؤ زيات بريدونه ترسره شوي چې پکې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود په گډون په سلگونو کسان وژل شوي دي.
خو په شمالي وزيرستان دډرون په بريدونو کې چټکتيا وروستو له هغې راغله چې دافغانستان په خوست ولايت کې په يو پوځي مرکز ځانمرگى بريد ترسره شوى چې پکې دسي ايي اى ٧ افسران وژل شوي وؤ.
په پوځي مرکز چې کوم ځانمرگي بريد ترسره کړى ؤ وروستو هغه په يو ويډيو کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود سره ناست وليدل شو.
په کال ٢٠٠٩م کې دشکمنو امريکايي ډرون الوتکو څخه دپاکستان په قبائيلي سيمو لږ ترلږه ٥٠ بريدونه ترسره شوي دي چې پکې دغيرملکي جنگيالو په گډون خواؤشا۴٠٠ کسان وژل شوي وؤ.
دترهه گرۍ په ضد جگړه کې پاکستان دامريکا کلک او نزدې ملگرى دى خودډرون الوتکو څخه دکيدونکو بريدونو په هکله پاکستاني چارواکي وايي دغه بريدونو دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دهغوي لپاره گټور نۀ ثابتيږي.

XS
SM
MD
LG