لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد: رچرډ هالبروک پاکستاني مشرانو سره ليدلي دي


د افغانستان او پاکستان لپاره دامريکايي جمهوررئيس براک اوباما ځانگړى استازى رچرډ هالبروک اسلام اباد ته رسيدلى او دغلته يې دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني او دمسلم ليگ (ن) مشر ميا نواز شريف سره ليدلي دي.
دوزيراعظم گيلاني او ځانگړي استازي هالبروک ترمينځ ليدنه کې دترهگرۍ په ضد روانه جگړې، دسيمې په وضعيت،پاک امريکا اړيکو او داړونده خوښۍ په چارو خبرې شوي دي.
په دغه ليدنه کې هالبروک دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دکردار ستائينه کړې ده.
دواړو مشرانو دافغانستان دهلمند ولايت په مرجاه سيمه کې دمشترک په نوم عملياتو په نتيجو او اغيزو هم خبرې وکړې.
وزيراعظم گيلانې ددې هيلې څرگندونه وکړه چې په هلمند کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو په نتيجه کې به دهلمند څخه دپاکستان بلوچستان ايالت ته دتندلارو دوراوړيدو په اړه انديښنې به دامريکا او ناټو ځواکونه په نظر کې وساتي او په دغه هکله به دپاکستاني پوځيانو سره ښه همکاري وکړي.
همدغه راز ښاغلي هالبروک دپاکستان پخواني وزيراعظم ميا نواز شريف او دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف سره هم وليدل.
ددغه ليدنې په مهال نواز شريف وويل پاکستان دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دامريکا ائتلافي دى او بايد ورسره مرستې وشي.
هالبروک دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دکردار ستائينه وکړه او امريکا له لوري يې ورته دمرستې باور ورکړو.
په روانه اوونۍ کې گڼو لوړپوړو امريکايي چارواکو او دکانگريس غړو دپاکستان سفر کړى دى چې پکې دسينيټ دبهرنيو چارو دکميټۍ مشر جان کيري او مرستيال امريکايي خارجه وزير رچرډ ارميټج شامل دي.
دځانگړي استازي هالبروک په گډون دغو امريکايي چارواکو په داسې وخت کې دپاکستان سفر کړى دى چې دافغانستان په هلمند ولايت کې دناټو ځواکونه دطالبانو په ضد په سترو عملياتو کې بوخت دي او دطالبانو دغورځنگ مرستيال کمانډر عبدالغني برادر دکراچۍ څخه نيول شوى دى.
دشورو په ورځ دافغانستان په پايتخت کابل کې رچرډ هالبروک خبريالانو ته وويل دطالبانو دمشر ملا عبدالغني برادر نيونه يو مهم پرمختگ دى.
دهغه وينا وه دا مهال زۀ په دغه هکله زيات جزئيات نۀ شم ورکولى خو په دغه هکله دپاکستان دکردار ستائينه کوؤ او دا دپاکستان او امريکا ترمينځ دترهه گرۍ دله مينځه وړلو په هکله دژورې همکارۍ يوه برخه ده.

XS
SM
MD
LG