لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : دډرون يو بل بريد درې تندلاري وژلي دي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې شکمنو امريکايي بې پيلوته جاسوسي الوتکو د تندلارو په يوه ځاله بريد ترسره کړى چې پکې دلومړيو راپورونو له مخې درې جنګيالي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دغه تازه بريد دشمالي وزيرستان دميرانشاه سره نزدې په ډانډى درپه خيل سيمه کې په يو کور ترسره شوى دى.
سرچينې وايي جاسوسي الوتکې القاعده سره اړيکې لرونکې حقانې ډلې دجنګيالو تر استعمال لاندې کور باندې دوه ميزائيلونه وداغل.
په روانه اوونۍ کې شکمنو بې پيلوټه جاسوسي الوتکو په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دغه څلورم بريد ترسره کړى دى.
پرون هم دشمالي وزيرستان دميرانشاه سيمې ختيز لوري ته 15 کلو ميټره لرې په تپي کلي کې دتندلارو په يوه ځاله ترسره شوي بريد کې 4 جنګيالي وژل شوي وؤ.
ديو راپور له مخې دکال 2008ء داگست دمياشتې څخه دپاکستان په قبائيلي سيمو ترسره شوؤ د66ؤ څخه زياتو دډرون بريدونو کې تر دې مهاله دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود په گډون378 کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG