لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هلمند کې افغان او نړي وال عسکر د طالبانو مزاحمت سره مخ دي


په جنوبي افغانستان کې د نیټو کمانډرویلې دي چې د هلمند ولایت په مرجه کلې باندې د مکمل کنټرول د پاره تر یوې میاشتې پورې وخت لگیدی شي او سیمه کې په روانوعملیاتو کې افغان او نړي وال ځواکونه د طالبان سخت مزاحمت سره مخ دي.
د امریکې دمیرین عسکرو یو افسر ویلې دې چې د مرجې مهمې لارې يي په ولکه کې اخسې دي. د ایسوسې ایټډ پریس خبرې ادارې سره مرکه کې، برگیډیئر لیري نیکولسن اویل چې د امریکې په مشرۍ کې ځواکونود مرجې د ملا تیر په ولکه کې اخستی دی.
تر پنځرلسووزرو پورې افغان او نیټو ځواکونو د هلمند ولایت مرجه کلې کې مهمې برخې خپله ولکه کې اخیستې خو دوې اوس هم د تجربه کار شیشمارانو حملو او په مزکه کې پټ بمونوسره مخ کیږي.
عسکرو په مرجه کې د طالبانو خلاف پیش قدمي د خالي په ورځ شورو کړه چې د کال ٢٠٠١ راهسې په افغانستان کې د طالبانو خلاف تر ټولو لوې عملیات گنړلی کیږي.
خود طالبانو مقاومت او د غټي وسلې په کارولو باندۍ په وجه د افغان اونړي والو ځواکونو پرمختگ لږ سست شوی دی.
د امریکې دفاع وزارت پنټگان کې د سیټیلائټ په زریعه د افغانستان نه نیغ په نیغه یو خبري کانفرنس ته وینا کې د برطانيي میجر جنرل نک کارټر اویل چې نیټو او افغان ځواکونه د طالبان لخوا سختې مقابلې سره مخ دي.
هغه وايي په مرجه کې دننه سخت مزاحمت رامنځته شوی دی، د امریکې میرین او افغان امنيتي ځواکونه ځاې په ځاې سختې مقابلې کوي چې ټوله مرجه صفا کړی شي.
هغه وايي چې په مرجه په مکمله توگه د قابو موندلو د پاره یوه میاشت وخت لگیدی شي. او نور وخت به په دې کې لگي چې ځاې خلک په دې باروي کړي چې په افغان حکومت اعتماد اوکړي.
میجر جنرل مک کارټر اویل چې په مرجه کې د عملیاتو د پلان یوه برخه دا ده چې هلته حکومتي انتظام برابر کړی شي او ځاې اوسیدونکو د پاره بنیادي اسانتیاوې سمې کړی شي چې دارنگ د طالبان د بیرته راتگ مخه اونیولی شي.
هغه وايي چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به دوې د کامیابۍ په هکله په واضحه توگه د څه ویلو جوگه شي خو داوخت د فتح په اړه وینا کول به د وخت نه مخکښې خبره وي.
میجر جنرل میک کارټر اویل چې مرجه کې عسکر وړه وسله په دې غرض نشې استعمالوی چې ملکي تنان د زیان نه بچ کړی شي.
هغه اویل چې په مزکه کې پټ بمونه او میائینونه د ملکې خلکو د پاره یو غټ خطر دی او عسکر ډیر په زیار ددغه بمونو لرې کولو کار کې مصروف دي.
مرجه د ډیر وخت راهسې د طالبانو او د نشۍ توگو د کاچاکونکو په ولکه کې پرته سیمه وه.
په مرجه کې د افغان او د نیټو ځواکو عملیات د امریکې صدر باراک اوبامه د افغانستان د پاره د نوي تگ لارې امتحان هم گنړلی کیږي، چې هدف يي په افغانستان کې د طالبانو مخه نیول او د ملکي خلکو تحفظ دی.

XS
SM
MD
LG