لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهستان کې  دواورو له امله دوژل شوؤ شميره ١٠٢ ته رسيدلې ده


چارواکي وايي د پاکستان دصوبه سرحد غريزې ضلعې کوهستان په لرې پرته سيمه کې په کورونو دواورې دگټانوراپريوتو له امله دوژل شوؤ کسانو شميره ١٠٢ؤ ته رسيدلې ده.
دچارواکو له مخې نن په کوهستان سيمه کې دواورو څخه نور ١٢ کسان راويستل شوي چې له دې وروستو دواورو دگټانو راپريوتو له امله دوژل شوؤ کسانو شميره ١٠٢ؤ ته رسيدلې ده.
عيني شاهدان وايي دکوهستان ضلعې په ځينو ځائيونو کې دواورو لاندې دگيرو مړو او ژوبل شوؤ خلکو راويستلو لپاره تر ٦٠ؤ فټو پورې ځائيونه کنستي دي.
ځايې انتظاميې دوژل شوؤ شميره جاري کړې ده چې له مخې يې دکوهستان په سري کلي کې تراوسه دواورو څخه د٣٩ؤ کسانو مړي راويستل شوي دي.
دډي پي او محمد الياس له مخې په کوهستان کې دواورو دگټانو راپريوتو له امله په وژل شوؤ کسانو کې ١١ ښځې او ١٠ ماشومان هم شامل دي او تراوسه 54 کورونه او ١٦٦ څاروي وژل شوي دي.
دقدرتي افتونو په هکله دادارې په کچ امدادي فعاليتونه د‏١٩مې فرورۍ څخه پيل شوي او دالوتکو له لارې دسيمې خلکو ته امدادي شيان رسول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG