لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک : ملا برادر به افغانستان ته وسپارو


د پاکستان او افغانستان دکورنيو چارو دوزيرانو او دامريکا دپلټنيزې ادارې ايف بي ايي دډائريکټر رابرټ مور ترمينځ دشورو په ورځ په اسلام اباد کې يوه غونډه شوې ده.
په دغه غونډه کې دپاکستان او افغانستان په گډه پوله دخلکو په غيرقانوني توگه داوړيدو راوړيدو دمخنيوي لپاره دانتظاماتو اجاج واخستل شو او په دې خبره اتفاق وکړل شو چې دمئ په لمړۍ اوونۍ کې به ديوې پوستې په جوړولو کار پيل کړل شي چې دامريکا لخوا هم په دغه هکله دهمکارۍ باور ورکړل شوى دى.
دغونډې څخه وروسته خبريالانو سره په خبرو کې دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وويل دغه ليدنه په نيويارک کې يو کال دمخه دترسره شوې ليدنې لړۍ وه چې په هاغه مهال دريواړو هيوادونو دخبرو اترو په دوامداره ساتلو اتفاق کړى ؤ.
هغه وويل دافغانستان دکورنيو چارو وزير دډاکټر عافيه صديقي ديو ځوې په راخوشې کولو کې زياته مرسته کړې وه او اوس يې مونږ ته دعافيې دنورو لا درکه بچو دراخوشې کولو په اړه باور راکړى دى.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير وويل دپاکستان او افغانستان ترمينځ دبنديانو دراکړې ورکړې په تړون کار روان دى.
دهغه وينا وه په پاکستان او افغانستان کې دثبات څخه بغير په سيمه کې ثبات نۀ شي راتللى.
دهغه وينا وه دپاکستان او افغانستان ترمينځ دبنديانو دفهرستونو راکړه ورکړه کولى شي چې ورسره به په وضعيت کښې ښۀ والى راشي.
هغه وويل په پاکستان کې دنيول شوي افغاني طالبانو د مشر ملا عبدالغني برادر افغانستان ته دسپارلو پريکړه شوې ده.
په دغه مهال دافغانستان دکورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر پاکستان او افغانستان ديو بل ملگري هيوادونه وگرځول او ددې هيله څرگندونه يې وکړه چې په اسلام اباد کې دنننۍ غونډې به ښې پائيلې راوځي.
هغه وويل ددواړو هيوادونو دکورنيو چارو وزارتونو او ايجنسيو دزياتو مطلوبو تندلارو دنيونې او هغوي دقانون منگلو ته په راوستلو اتفاق شوى دى.
دهغه وينا وه په ليدنه کې دنشه اي موادو او په پولو دغيرقانوني تگ راتگ دمخنيوي په هکله هم خبرې شوي دي.
دهغه وينا وه اوس ددواړو هيوادونو ترمينځ دتورونو او بې باورۍ دفضاء پځايې داړونده باور فضاء جوړيږى.
دهغه وينا وه په دواړو هيوادونو کې بې گناه وگړي دترهه گرۍ ښکار کيږي ، مونږ ته به گډه دترهگرۍ څخه دځان خلاصولو لپاره هڅې کول وي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې اتمر وويل دپاکستان اوافغانستان په پوله به دازغن تار لگولو سره ددواړو هيوادونو ترمينځ لرې والى پيدا شي، ددواړو هيوادونو ترمينځ اړونده همکارۍ ته دودې ورکولو اړتيا ده.
له دې وړاندې دافغانستان دکورنيو چارو دوزير او دامريکايي تحقيقاتي ادارې ايف بي ايي دډائريکټر رابرټ مور او دهغوي دهيئتونو دپخيرراغلي کولو په ترڅ کې رحمان ملک وويل پاکستان دترهه گرۍ دله مينځه وړلو پخه اراده کړې ده او دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره موثره گامونه اخلو.
هغه وويل په نننۍ ليدنه کې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان کردار او خدمات دواړو هيوادونو وستائيلو.
دهغه وينا وه په غونډه کې پاکستان، افغانستان او امريکا ته دپيښو ستونزو جاج واخستل شو او دترهه گرۍ په ضد همکارۍ ته دودې ورکولو په چارو خبرې وشوې.
په غونډه کې دپاکستان او افغانستان ترمينځ دښو فضايي رابطو دجوړولو هم جاج واخستل شو او پاکستان او افغانستان دمطلوبو ترهه گرو او په ترهه گرۍ کې دککړو کسانو دپه نخښه کولو په اړه هم اتفاق وکړل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG