لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرک : دپوليسو په تاڼه ځانمرگي بريد کې پنځه کسان وژل شوي دي


پاکستان دصوبه سرحد په جنوبي ضلع کرک کې دپوليسو په تاڼه ترسره شوي ځانمرگي بريد کې پنځه کسان وژل شوي او د25ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي چې دغلته هم دزياترو حالت مرگونى ښودل شوى او له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
په سيمه کې دپوليسو يو مشر ساجد خان خبريالانو ته ويلي دي دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې يو تن ځانمرگي خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دکرک دپوليسو دتاڼې ددروازې سره ټکر کړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
يو بل پوليس چارواکي گل سعدي خان وويل په وژل شوؤ کې يو ماشوم او درې پوليس هم شامل دي.
دپوليس چارواکو له مخې دځانمرگي بريد له امله دپوليسو دتاڼې ودانۍ ته سخت زيان رسيدلى او دپوليسو دوه گاډي هم په دغه چاؤدنه کې تباه شوي دي .
همدغه راز نزدې يو جومات ته هم سخت زيان رسيدلى دى.
دکرک ډي سي او اجمل خټک دځانمرگي بريد په هکله ويلي دي ژوبل شوي کسان ټول پوليس دي چې په سمدستي توگه روغتون ته رسول شوي دي.
هغه وويل په کرک کې په عمومي توگه دتندلارو هلې ځلې دنشت برابر دي خو ممکنه ده دغه ځانمرگى دنزدې بنو څخه دپوليسو په ټانه دبريد لپاره راغلى ؤ چې دغلته اکثره دغه رقم پيښې رامينځته کيږي.
دچاؤدنې څخه سمدستي وروستو امنيتي ځواکونه او پوليس دپيښې ځايې ته ورسيدل او ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې واخسته.
بل لوري ته په پيښور کې هم ددغه رقم يو ځانمرگي بريد مخه هاغه مهال پوليسو ونيوله کله چې يو ځانمرگي غوښتل دمتنو دپوليسو تاڼې ته ورننوځي خو په دغه هڅه کې هغه پوليسو ونيولو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG