لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن : اوباما انتظاميې پاکستان لپاره د یو ارب 45 کروړو ډالرو مرسته غوښتې


د اوباما انتظاميې پاکستان ته په روان کال کې ديو ارب 45 کروړو ډالرو دمرستو ورکولو په اړوند دستاويز کانگريس ته ليږلى دى.
دغه رقم تير کال پاکستان لپاره دامريکا لخوا د منظور کړل شوؤ 7ؤ اربو ډالرو دامدادي پيکج برخه ده.
کانگريس ته ليږل شوؤ دپينځلسو پاڼو په دغه دستاويز کې ويل شوي دي دامريکا حکومت دانرژۍ ،کرکيلې ،اوبو او دتعليم په څانگو کې دزړۀ پورې او گټورو پروژو په تيارولو او دتندلاريتوب دنظرياتو له امله په اغيزمنو شوؤ سيمو کې دغوره خدماتو او داقتصادي پراختيا دموقعو پيدا کولو دپاره پاکستان سره په گډه کار کوي.
په دغه دستاويز کې زياته کړل شوې ده، يو ارب 45 کروړ ډالرو څخه 5 کروړه ډالر ديو هر اړخيز مواصلاتي تگلارې دپاره بيلې کړل شوي دي،ترڅو ددغه لارې دتندلاريتوب دخوريدو مخه ونيول شي او دپاکستان ادارې او مينځلاري خلک پياوړې کړل شي.
په دغه تگلاره کې دريپډرسپانس په نوم يوه داسې ډله هم شامله ده چې دپاکستان او سيمې ييزې ميډيا څارنه به کوي او دامريکا په ضد دخبرونو ددرستولو دپاره به په عاجل ډول گامونه اخلي.
په دغه رقم کې 15 کروړه ډالر دروغتيا او 33 کروړ 50 لکه ډالر دبنيادي او لوړو زده کړو دمنصوبو دپاره بيل کړل شوى دى.
دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير جيک ليو وايي دغه وړانديز کړل شوى امدادي پيکج دپوځي او غيرپوځي مرستو ترمينځ دبرابري ښودنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG