لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کې بمي چاؤدنې ديوې کورنۍ١١ کسان وژلي


دافغانستان دهلمند ولايت کې د اتوار ورځ په نوزاد اولسوالۍ کې د بمي چاؤدنې له امله د دښځو او ماشومانو په گډون ديوې کورنۍ ١١ کسان وژل شوي دي.
په هلمند کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې دا مهال دهلمند په مرجاه سيمه کې دناټو ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد په په لويه کچه عمليات روان دي.
په کوم سړک چې دغو خلکو په گاډي کې سفر کولو هغه په عامه توگه نړيوال او افغان ځواکونه کاروي.
دهلمند دوالي وياند داؤداحمدي ويلي دي دغه چاؤدنه دهلمند دنوزاد اولسوالۍ په سړک دمسافرو په يو بس دطالبانو لخوا دښخ کړل شوي يو نوي مائن په وجه شوې ده.
دهغه وينا وه په دغه چاؤدنه کې ددوؤ ښځو او دوؤ ماشومانو په گډون ١١ اولسي وگړي وژل شوي دي.
شورو په ورځ هم دهلمند په مرکز لشکرگاه کې ديوې حکومتي ودانۍ سره نزدې ترسره شوې چاؤدنه کې ٧ کسان وژل شوي وؤ چې چارواکو يې پړه په طالبانو اچولې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG