لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي افغانستان کې ځانمرگي بريدونو د عسکر په گډون٦ کسان وژلې


د جنوبي افغانستان په قندهار ولایت کې دوؤ ځانمرگي بريدونو کې دناټو ديو عسکر په گډون ٦ کسان وژل شوي دي.
دگل په ورځ سحر مهال په قندهار ولايت کې دناټو په ځواکونو په کاروان ديو هوايي ډگر سره نزدې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې يو دناټو عسکر او څلور اولسي وگړي ووژل شول.
سرچينې وايي دکوم هوايي ډگر سره نزدې چې دناټو ځواکونو په کاروان دغه ځانمرگى بريد ترسره شوى هغه په نزدې هلمند ولايت کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو لپاره ديو مرکز په توگه کارول کيږي.
عيني شاهدان وايي په دغه ځانمرگي بريد کې څلور کسان هاغه مهال ووژل شول کله چې هغوي دمعمول مطابق دناټو ځواکونو ته دلارې ورکولو لپاره خپل گاډى دسړک يوې غاړې ته کړو.
پخپله يوه ويب پاڼه طالبانو ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى او ادعا کړې ده چې په دغه بريد کې ١١ بهرني عسکر وژلي دي خو دناټو يو وياند وويل په دغه بريد کې يواځې يو عسکر وژل شوى دى.
دافغانستان دکورنيو چارو وزارت په ځانمرگي بريد کې دڅلورو اولسي وگړو دوژل کيدو پخلى کړى دى.
دقندهار دپوليسو مرستيال مشر فضل احمد شيرزاد وويل دوهمه چاؤدنه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې يو ځانمرگي دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى په قندهار کې دپوليسو دمرکزي تاڼې سره ټکر کړو.
هغه وويل په دغه پيښه کې دپوليسو يو افسر وژل شوى او د٩ؤ پوليسو په گډون ١٦ کسان نور ژوبل شوي دي
سرچينې وايي ددغه ځانمرگي بريد له امله تر ٦ؤ پورې گاډي تباه شوي او نزدې ودانيو ته هم زيان رسيدلى دى.
يوه ورځ دمخه دقندهار سره نزدې دهلمند په نوزاد اولسوالۍ کې هم دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې ١١ اولسي وگړل وژل شوي وؤ.
دهلمند په مرکزي ښار مارجه کې دناټو او افغاني ځواکونو لخوا دطالب جنگيالو په ضد عمليات دوام لري.
ددغو عملياتو مقصد دسيمې څخه دتندلارو دله مينځه وړل ، دنشه اي موادو مخه نيول او په سيمه کې دافغان حکومت واک پځايې کول دي.
دامريکايي چارواکو له مخې په مارجه دکنټرول ترلاسه کولو څخه وروستو به په قندهار کې هم دغه رقم عمليات پيل کولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG