لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال طارق : د باجوړ عملیات ختم ،اورکزو او خېبر کې د پېلولو امکان


د پاکستان دمليشه ځواکونو کمانډر ميجر جنرال طارق خان ويلي دي دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ کې تر دې مهاله دتندلارو په ضد عملياتو کې د7ؤ مهمو طالب کمانډرانو په گډون 54 جنگيالي وژل شوي او امنيتي ځواکونو اوس مهال په ټوله سيمه کنټرول ترلاسه کړىدى.
په باجوړ کې دپاکستاني پوځ دوياند ميجر جنرال اطهر عباس سره يو ځايې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال جنرال طارق خان وويل امنيتي ځواکونه په اورکزۍ ايجنسۍ او دخيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې ډير زر دتندلارو په ضد عمليات پيل کوي.
نوموړي وويل دباجوړ په عملياتو کې په پنجاب کې ترسره شوؤ 21ؤ ځانمرگي بريدونو کې ککړ مهم تندلارى اورنگزيب هم وژل شوى دى.
بايد وويل شي په اورکزو او تيراه کې تندلاري زيات فعاله دي او په دې وروستيو ورځو کې يې يو سکهـ وروستو له هغې ووژلو چې دکورنۍ غړي يې تندلارو ته دتاوان په ورکړه کې ناکامه شول.
همدغه راز دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس هم مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل ترڅو چې په جنوبي وزيرستان کې ثبات او امن نۀ وي راغلى تر هغې په کومه بله سيمه کې دتندلارو په ضد عمليات نۀ پيل کوؤ.
دهغه وينا وه دتندلارو په ضد روانو عملياتو ته اولسي ملاتړ ترلاسه دى او دکومو عملياتو دبرياليتوب لارې ته سمولو لپاره اولسي ملاتړ زيات ضروري وي.
نوموړي وويل داسې عملياتو ته اولسي ملاتړ نۀ وي ترلاسه چې پکې تندلارو ته دزيان اوښتو پځايې اولس ته دزيان اوښتو احتمال وي.

XS
SM
MD
LG