لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سرگودها : دنيول شوؤ امريکايانو پر ضد تورونه عدالت ته وړاندې کړل شوي


د سرگودهې په يو عدالت کې دترهگرۍ په تور پاکستان کې د نيول شوؤ پنځو امريکايي وگړو پر ضد پوليسو د271ؤ پاڼو چالان يا تورونه وړاندې کړي دي.
داستغاثې له لوري عدالت کې دوړاندې کړل شوي فهرست له مخې دغه شکمن تندلاري دجرمونو په دسيسه، دپاکستان په گاونډي هيواد کې دحکومت دتختې اړولو لپاره دتللو ارادې کولو او دترهگريزوفعاليتونو لپاره دپيسو په راټولو تورن کړل شوي دي.
عدالت دمقدمې اوريدنه تر 10م مارچ پورې ځنډولې ده
قانون پوهان وايي دجرمونو په ثابتيدو عدالت دغو امريکايي وگړو ته دعمر قيد سزا اورولى شي.
خو ددفاع يو وکيل طارق اسد وائس اف امريکا سره په خبرو کې داستغاثې دغه تورونه يوازې اندازې گرځولي او ويلي يې دي چې ددغو تورونو په اساس دغو امريکايي وگړو ته سزا ورکول ناممکن دي او ددې هيلې څرگندونه يې وکړه چې دمقدمې پريکړه دهغوي په حق کې ده.
ددغو ملزمانو دريځ دى چې هغوي يواځې افغانستان کې دخپلو مسلمانانو وروڼو دطبي او مالي امداد لپاره پاکستان ته راغلي وؤ.
دغو کسانو عدالت ته ويلي وؤ چې پاکستان کې دبند په مهال په هغوي تشدد هم شوى خو چارواکي يې رد کوي.
دامريکا ورجينيا رياست سره تعلق لرونکي دغه پينځه واړه کسان دتير کال ددسمبر په مياشت کې پوليسو دسرگودهې څخه ديو کور دننه نيولي وؤ.
ددغو کسانو څخه دوه پاکستاني، يو مصري، يو ايريټيريايي او يو يمن نژاده وگړى شامل دي.

XS
SM
MD
LG