لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي ادعا : د مومندو او اورکزو نښتو کې  38 جنگيالي او  یو عسکر وژل شوي


پاکستاني چارواکي وايي دپاکستان په قبائيلي سيمو مهمند او اورکزۍ ايجنسيو کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتو او دجيټ الوتکو بمبارۍ کې يو پوځي او 38 جنگيالي وژل شوي دي.
دچارواکو په وينا د قبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ په چمرکند سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته دزيارت په ورځ د100ؤ څخه زياتو وسله والو جنگيالو ناڅاپي بريد وکړو چې پکې يو پوځي ووژل شو او 4 نور ژوبل شول.
ددغه بريد څخه سمدستي وروستو دامنيتي ځواکونو لخوا په ځوابي عملياتو کې 30 جنگيالي وژل شوي او نور په تيښته کې بريالي شوي دي.
په يو سرکاري بيان کې ددغه جگړې او پکې دشوې مرگ ژوبلې پخلى شوى دى خو دپوځ لخوا دجاري کيدونکو دغه رقم بيانونو پخلى دازادو سرچينو څخه ناممکن دى ځکه چې په قبائيلي سيمو کې دامن وامان دخراب وضعيت له امله دغلته دخبريالانو په تگ پابندي ده.
ځينې سرچينې وايي دغه بريد کوونکي دامنيتي ځواکونو په پوسته دبريد لپاره دنزدې باجوړ ايجنسۍ څخه راغلي وؤ.
دمهمندايجنسۍ چمرکند سيمه دقبائيلي سيمې باجوړ سره نزدې موقعيت لري او دپاکستان پوځ تيره ورځ ادعا کړې وه چې دغلته يې په عملياتو کې د70ؤ څخه زيات تندلاري وژلي دي.
پوځ يو کال دمخه هم دعملياتو په مهال په باجوړ کې تندلارو ته دماتې او دخپلې گټې اعلان کړى ؤ خو دباجوړ په بيلا بيلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتو خبرونه اوس هم ترلاسه کيږي.
اخوا په اورکزۍ ايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې د8ؤ جنگيالو دوژنې خبرونه ترلاسه شوي او دهغوي 3 ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
دسرچينو وينا ده امنيتي ځواکونو داورکزۍ ايجنسۍ په تيره ډبورۍ سيمه کې دتندلارو دموجوديت په اطلاع ترلاسه کولو دجيټ الوتکو څخه دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړې چې پکې 8 تندلاري ووژل شول او دهغوي درې ځالې هم تباه شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG