لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مومندايجنسي: عملياتو کې دمولوي فقير محمد په گډون د30ؤ جنگيالو دوژنې ادعا


د پاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو ادعا کړی چې د گن شپ هيلي کاپټرو له لارې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کې ددريوؤ مهمو تندلارو کمانډرانو په گډون 30 جنگيالي وژل شوي دي.
دمليشه ځواکونو يا ايف سي سرچينې وايي په وژل شوؤ کې دپاکستاني طالبانو دغورځنگ مرستيال مشر مولوي فقير محمد هم شامل دى. کومو ازادو سرچینو د دغه ادعاو پخلې کړی نه دی.
سرچینې وایي گن شپ هيلي کاپټرو وروسته له هغې په يو کور گولۍ وورولې کله چې ورته په دغه کور کې دگڼ شمير تندلارو دموجوديت خبر ترلاسه شو.
دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو له لارې دمومند ايجنسۍ دپنډيالۍ تحصيل په دوئي زۍ او ساگي سيمو ترمينځ دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړې.
دنننۍ ورځې په عملياتو کې دتندلارو گڼ شمير ځالې هم له مينځه تللي او سرچينې وايي په وژل شوؤ کې عرب او دازبکستان سره تعلق لرونکي جنگيالي هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم دمهمند ايجنسۍ په چمرکند سيمه کې تر 100ؤ پورې وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په پوسته بريد کړى ؤ او يو پوځي يې وژلى ؤ چې ددغه بريد څخه وروسته پاکستاني چارواکو په ځوابي عملياتو کې د30ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې وه.
بل لوري ته دجمعې په ورځ پوځ دهاغو تندلارو مړي خبريالانو ته ښودلي چې اوړمه ورځ دامنيتي ځواکونو لخوا په نښته کې وژل شوي وؤ.
داوړمې ورځې په نښتو کې ادعا شوې وه چې امنيتي ځواکونو 30 جنگيالي وژلي دي ، خو په غلنئ کې خبريالانو ته داحوال تيرولو په وخت دپوځ يو چارواکي ميجر سيف وويل په دغه نښته کې 30 نۀ بلکې 40 جنگيالي وژل شوي وؤ.
خبريالانو ته په دغه مهال يواځې د څلورو کسانو مړي وښودل شول چې هغه پوځيانو په هيلي کاپټر کې وړي وؤ. مومند ایجنسۍ د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان باجوړ قبایلي سیمې سره نزدې پرته ده. څو ورځې وړاندې د پاکستان د ملیشا ځواکونو مشر مېجرجنرال طارق خان مطبوعاتو ته ویلي وو چې باجوړ ایجنسۍ کې طالب جنگیالي له منځه وړلي دي او پوځ به ډیر زر په اورکزو او خېبر ایجنسۍ په تېره سیمو کې عملیات پېل کوي.

XS
SM
MD
LG